د ملګرو ملتونو د اسنادو کمېټۍ د افغانستان د استازيتوب لپاره د طالبانو نوم لا هم نه دی منظور کړی

Naseer A. Faiq

د ملګرو ملتونو د اسنادو کمېټۍ په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د استازيتوب په اړه د طالبانو لخوا لېږل شوی نوم لا هم نه دی منظور کړی او د پخواني دولت یا حکومت استازي نصير احمد فايق يې پرځای ساتلی دی.

دا پریکړه د نهې/سه شنبې په ورځ ملګرو ملتونو غونډې ته د وينا پرمهال د اسنادو د کمېټۍ مشرې جين ماګافانو د وينا پرمهال وکړه.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې هغه قرارداد هم بغیر له رایو منظور کړو چې پکې د افغانستان استازيتوب طالب چارواکو ته د نه ورکولو خواست شوی ؤ.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اسنادو کمېټۍ دوه وارې دغه پرېکړه ځنډولې ده.

په 15م اګست 2021م په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروستو په دولتي کچه لا هم د طالبانو استازيتوب په ملګرو ملتونو کې نشته.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان واکمنو طالب چارواکو له خوا په ملګرو ملتونو کې د استازيتوب لپاره په قطر کې د دوی د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين نوم استولی ؤ د کوم وروسته چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ نهه کسيزه کمېټۍ پر دې غور کولو.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د دې پرېکړې په اړه لا هم د طالب چارواکو له خوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو په تېره پرېکړه د طالبانو د دولت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو دا پرېکړه په اصولو او انصاف نه ده ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروعیت حق اخیستی.

د دې ترڅنګ روان کال د سېپټمبر پر 27مه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مستقل استازي منيراکرم د افغانستان په اوسمهاله استازي نصيراحمد فايق نيوکې کړې وې او ويلي وو کوم تن چې د افغانستان د استازيتوب ادعا کوي، د هغه اعتبار د پوښتنې وړ دی.

د منیر اکرام په ځواب کې هغه وخت نصيراحمد فايق ویلی وو هغه د افغانستان د ولس استازی دی، او زیاته یې کړې وه چې” هغه ولس چې د ځينو هېوادونو د دوه مخو پاليسو او مداخلت په نتيجه کې نن د دغه حالاتو سره مخ دی، خو د هېوادونو نومونه یې یاد نه کړل. “