په امريکا کې د صدارتي ټاکنو لپاره د ريپبلکن ګوند کانديد او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ باندې په پنسلوېنيا ايالت کې شوی بريد په پراخه کچه غندل شوی. دا بريد د امريکا په سياسي ماحول څه اغېز کولی شي او امريکا کې مېشت پاکستاني ټولنه د راتلونکي سياسي ماحول په اړه څومره اندېښمنه ده؟ تفصيل د فضل الله په رپورټ کې:
د امریکې په نیویارک ښار کې د پاکستان، ترکي او د انډونيشيا کونسلخانو په شریکه د مذهبي هم اهنګۍ د ودې او د اسلاموفوبیا د مخنیوي په موضوع د غونډې انتظام کړی. د غونډې ګډونوالو ویلي پکار ده په امريکا او غربي نړۍ کې د مسلمانانو ضد کرکې مخنيوی وشي. تفصیل فضل الله وړاندې کوي:
د امريکا په تاريخ کې په لومړي ځل د کرکټ نړيوال جام سيالۍ کېږي د کوم لپاره چې تياريانې پوره شوې دي شنونکې واېي چې کرکټ د یورپ او ایشیا لوبه وه خو دا لوبه په اول ځل په امریکا کې کیږې. په امریکا کې میشت د پاکستان، هندوستان ، بنګله دیش او افغانستان خلک په دې اړه څه وايي؟
په امریکا کې د کرکټ لومړي نړیوال جام لپاره نیویارک کې لوبغالی جوړ شوی د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل د کرکټ د ټي-20 نړیوال جام لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نېټه د ټېکساس ایالت په ډېلس ښار کې پېل کېږي او په نیویارک ښار کې هم د دغو سیالیو لپاره لوبغالی جوړ شوی دی.
د امریکا په بیلابیلو پوهنتونو کې د فلسطین په حق او د اسراييل پرضد مظاهرې روانې دي. په کولمبیا پوهنتون کې د زده کوونکو د احتجاج په ملاتړ عام خلک هم راغلي خو دننه د تللو اجازه نه ده ورکړل شوې له نیویارک څخه پرې فضل الله رپورټ راستولی.
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرش په اسرایل غږ کړی چې په غزه کې نړیوال بشري قانون ته پام وکړي. نوموړي یو ځل بیا په اسرایل د اووم اکتوبر برید غندنه کړې او د یرغمل کړل شویو اسرایلیانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې. نور حال د فضل الله په راپور کې.
کوګلمن: د پاکستان او امریکا اړیکې د بې باورۍ ښکار دي خو په پوځي کچه دغه اړیکې مثبتې دي په واشنګټن کې د څېړنې مرکز ولسن سنټر کې د اسیا د پروګرام مرستیال مشر مایکل کوګلمن له یوې سره په خبرو کې امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر مهم بللی.
ملګري ملتونه وايي په غزه کې ځمکنی وضعيت يو ناورين دی او باید سمدستي ډزبندي وشي دوی وايي، خلک کافي خوراکي توکي نه لري، د جګړې له امله 80 فيصده خلک بې کوره شوي او دا وخت زياتره روغتیايي مرکزونه هم بند دي. تفصيل د نيويارک نه د ډيوه د خبريال فضل الله په رپورټ کې
د اسرایلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې پرضد د نیویارک په ګډون د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي لاریونونه شوي په دغو احتجاجي مظاهرو کې د جګړې د دواړو لوریو لخوا د نسل وژنې، انسان وژنې، ځورولو او تاوتریخوالي تورونه لګول شوي دي. له نیویارک څخه نور تفصیل د فضل الله په راپور کې.
امریکا مېشتو اسرایلیانو په یو احتجاج کې په اسرایلو باندې د حماس د برید غنده کړې دوی په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخې ته په خپل احتجاج کې له نړۍ غوښتنه کوله چې د ماشومانو، مېرمنو او عام ولس د نيولو او بندي کولو پر ضد دې غږ پورته کړي.
جېمي د امريکا مېري لېنډ رياست په يوې کليوالې سيمې کې زمینداري کوي هغه په خپلو پټیو کې مېوې او سبزۍ کري، بيا يې هم هلته خرڅوي او دا يې د روزګار ذريعه ده. نور تفصیل د فضل الله په رپورټ کې.
د نيويارک اسټېنوی بازار د خليجي هېوادونو د وګړو له خوا اباد شوی مرکز دی چېرې چې د عربي هېوادونو په ګڼ شمېر غړي پکې خپل روزګارونه لري. په دې مرکز کې د عربي هېوادونو خوراکونه، کلتوري شيان، کالي او نور د استعمال شيان هم ترلاسه کېدې شي کوم چې د عرب هېوادونو د خلکو سره سره ځايي خلک هم خوښوي.
په نیویارک کې د وال ایډورټایزمنټ یا په دیوال تشهیر د لوې صنعت درجه لري او په هنري توګه دا ليکل، تصويرونه او بېلا بېلې نمونې د دې سيمې ښکلا لا زياتوي. تفصیل د فضل الله په دې رپورټ کې.
نور کتل