لورا بالمن: پر اوکراين د روس د یرغل پر مهال د روس له خوا د کلتور ختمولو او د کلتوري نسل کشۍ پوره پوره هڅه شوې ده. د دفاعي چارو کارپوهه او د کلتور خوندې کولو مبارزه لورا بالمن د نیویارک نه د ډیوه خبریال فضل الله سره په ځانګړې مرکه کې تفصیل وړاندې کوې.
د امریکا پخوانی عسکر جېسن ډېمپسي وايي، امریکا باید په افغانستان کې یو باثباته او پیاوړی دولت او پوځ جوړ کړي وای. هغه زیاتوي پاکستان تل د خپلو ګټو خیال ساتلی او په افغانستان کې یې هم دغه هدف په نظر کې ساتلی و. له نوموړي سره په نیویارک کې د ډیوه خبریال فضل الله مرکه کړې.
په نيويارک کې د پښتنو د ټولنې خېبرسوسايټي اف امريکا لخوا د نامتو پښتون شاعر او ليکوال پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي په درناوي کې يوه غونډه شوې چې پکې په ګڼ شمېر پښتنو ګډون کړی.
مېرنډا مېسي چې د ماحولیاتې بدلون د پاره کار کوې وايي په نړيواله توګه لا هم دې مسئلې ته هغه ډول چې په کار ده پام نه کېږي. هغه وایي، په نړيواله توګه د مرستندويه ادارو يواځې 2 فيصده فنډ د ماحولياتي بدلون په اړه کارکوونکو ادارو ته ورکول کېږي.
هندي مېرمن اوپاسنا چوهان د نړۍ د ښځو لپاره د انټرنيټي يا ډيجيټل نړۍ خوندي جوړول غواړي۔ هغه وايي په نړۍ کې هم دوي د انټرنټ له لارې غواړي د ځوانانو او پېغلو په مرسته د هغو مېرمنو مرسته او لارښونه وکړي چې د ځورونې ښکار دي۔ په نيويارک کې ورسره د ډيوه خبريال فضل الله مرکه کړې
فیاض عدید هغه وخت په نښه شو کله چې هغه او د هغه وراره د ګاړې د اخستلو لپاره د فېسبوک بازار موندنې یعنې مارکیټ پلېس اعلان ته ځواب ورکړو او دواړه د وسله والو غلو لخوا په نښه شول. د پولیسو سرچینو ترمخه هغه وخت دوي څه ۲۴ زره ډالره نغدې پېسې لرلې
عطاالله وايي هلته ورته دړکې ورکول کېدلې، ملګري يې نيول شوي او تشدد پرې کېږي۔ د هغه بچي لا وس هم په قندهار کې دي او دغه یې ستره فکر مندي ده عطاالله په نيويارک کې د ډيوه خبريال فضل الله ته خپله قيصه کړیده
په نيويارک کې د پښتنو د ټولنې خېبرسوسايټي اف امريکا د سېوري لاندې کلتوري ورځ نمانځل شوې.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزه کوونکو چارواکو تاييد کړې چې د داعش او ورسره نورې اړونده ډلې اوس هم نړيوال او زياتېدونکی خطر دی.
د امریکا په نیویاک ښار کې د سېکانو مېشتې ټولنې له طالبانو غوښتي چې د لږکیو د مرکزونو امنیت دې وساتي. فضل الله پرې راپور راستولی.
د امریکا په نیویارک ښار کې د دیبا په نامه یوې هندۍ امریکايي څه ډول د رسټورانټ کاروبار پیل کړی؟ د ډیوې خبریال فضل الله پرې راپور راستولی.
د پاکستان خارجه وزير بلاول بټو زرداري ويلي د افغانستان موجوده چارواکي بايد د نړۍ سره کړي لوظونه پوره کړي، جينکۍ له زده کړو بې برخې کول د نړۍ سره د کړو لوظونو سرغړونه ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مينځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت خبرې او ډز بندي کېدل د ډاډ وړ اشاره ده.
څيړونکي وايي، د بلاول بټو زرداري د امریکا دوره لوی اهميت لري خو پوښتنه بيا هم دا ده چې ايا د پاکستان خارجه وزير دومره واک لري چې د امريکا سره د اړيکو ښه کولو پرېکړې وکړي؟.
نور کتل