په نيويارک کې د پښتنو د ټولنې خېبرسوسايټي اف امريکا لخوا د نامتو پښتون شاعر او ليکوال پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي په درناوي کې يوه غونډه شوې چې پکې په ګڼ شمېر پښتنو ګډون کړی.
په دغه غونډه کې مشاعره هم وشوه او ګډونوالو په دې خبره زور راوړ چې د خپل کلتور، ژبې او رواياتو د ژوندي ساتلو لپاره بايد دا ډول غونډې تل وشي.
له نيويارک څخه د ډيوه خبريال فضل الله پرې راپور راستولی.