د ملګرو ملتونو امنيت شورا هغه قرارداد منظور کړی چې پکې غزې پټۍ ته د خوندي، بې له خنډه او پراخو بشري مرستو لپاره د بيړنيو ګامونو غوښتنه شوې وه.
دا قرارداد متحده عرب امارات وړاندې کړو چې په حق کې يې 13 هېوادونو رایې ورکړه، هېڅ يو غړي يې پرضد رایې ورنه کړه، امريکا او روس د رایې ورکولو نه ډډه وکړه.
په قرارداد د رایې اچولو وروسته د امريکا استازې تامس ګرينفيلډ وويل نن امنيت شورا څرګنده کړه چې ټول يرغمل شوي کسان بايد په سمدستي توګه او بې له شرطه خوشي شي، بشري مرستې او طبي مرستې بايد خلکو ته بې له کوم خنډه ورسول شي.
مېرمن ګرینفیلډ وویل، د دې جګړې له پېل وروسته سمدستي امريکا دا هڅې کړي چې دا انساني بحران ختم کړي، غزې ته ژوند ژغورونکې مرستې ورسول شي او يرغمل شوي خلک له غزې راوباسي، د بې ګناه ولس او مرستندويه ادارو کارکوونکو ساتنه وشي او تلپاتی امن راوستل شي:
"د نن رایو دغو هڅو او زموږ سفارتکارۍ ته لا توان ورکړو، زه د متحده عرب اماراتو او نورو غړو مننه کوم چې په دې کې یې زموږ سره په ښه نيت مرستې وکړې چې په قرارداد کې يې بشري پام په نظر کې وساته".
د متحده عرب اماراتو استازې لانا ذکي نسيبه وويل اوسني حالات ښیي چې په راتلونکي وخت کې که سخت ګامونه پورته نه کړل شي نو په غزه کې به قحط مخې ته راشي.
مېرمن نسیبه د ملګرو ملتونو د خوراک د ادارې په حواله وویل، د جګړې د پېل وروسته چې غزه ته کوم خوراک داخلېږي، هغه يواځې 10 فيصده دی چې دغه ابادۍ ته ورسېږي، وایي د غزې نيم خلک له لوږې سره مخ دي:
"ملګرو ملتونو دا رپورټ ورکړی چې په غزه کې څومره خلک د لوږې سره مخ دي هغه په تېرو شلو کالو کې په هېڅ يوه جګړه او هېڅ هېواد کې نه دي ليدل شوي۔ د دې حالاتو تفصيل د ملګري ملتونو عمومي سېکتر د سازمان ټولو ايجنسیو سره شريک کړی او ويلي یې دي چې حالات له دې نور نه شي خرابېدلی".
د رایې اچولو وروسته د فلسطين استازي رياض منصور وويل هيله ده دا قرارداد به د ولس کړاوونه کم کړي، هغه دا يې ښه ګام وګاڼه او غوښتنه يې وکړه بايد پر دې عمل وشي او د سمدستي اوربند لپاره بايد فشار واچول شي.
ښاغلي منصور وویل، دا کونسل له هغې وروسته غونډه کوي چې د 20 زره نه زيات فلسطينيان ووژل شول چې وایي پکې شاوخوا نيم شمېر د ماشومانو دی، 60 زره خلک ژوبل شوي او دوه مليونه فلسطينيان په زوره بې کوره کړل شوي دي:
"دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې کورونه، پناه ځايونه، ښوونځي او هسپتالونه تباه کړل شوي دي۔ لوږه او ناروغۍ لکه د ځنګل د اور خورېدونکې دي".
د اسرايل استازي بريټ جونتهن مِلر وويل امنيت شورا په يوه ورځ کې د ايران پر پوليسو د ترهګر بريد غندنه کړې خو وایي 77 ورځې وشوې چې حماس بريد کړی، 1300 اسرايليان يې وژلي، 250 يې يرغمل کړي خو لا هم امنيت شورا د دې د غندنې بيان هم نه دی جاري کړی:
"انساني مرستې غزې ته هره ورځ روانې دي خو د حماس له خوا يرغمل شوو خلکو ته د سره صلېب اداره هم نه پرېښودل کېږي۔ دا يو جنګي جرم دی، بايد يرغمل شوي د دې کونسل د ايجنډې لومړۍ نکته وي".
ښاغلي مِلر وویل انساني مرستې بې شکه ضروري دي، وایي هره ورځ په سوونو ټرکونه غزې ته داخلېږي او اسراييل يې مرسته کوي.
د امنیت شورا د رایو اچولو بهیر له تېرې ګل- دوشنبې راهیسې پرله پسې ځکه ځنډول کېده چې امریکا یې د مسودې د ژبې پر ځینو ځایونو اعتراض درلود او ملاتړ یې نه کاوه، خو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د قرارداد په مسوده کې ځینې بدلونونه راوستل شول چې امریکا ورسره اتفاق وکړه او د جمعې د ورځې قرارداد یې ویټو نه کړ.
Forum