د خیبر پښتونخوا ښځې فعالانې وایي کال ۲۰۲۳م د ښځو لپاره یو داسې کال ؤ چې که پکې ښځو دووه قدمه پرمختګ کړی نو د موسمی آفتونو ، سیاسي او معاشی عدم استحکام او تشدد د لاسه لس قدمه وروستو تللي دي.
په پيښور کې د ښځو د حقونو یوه فعاله عایشه خورشید چې د سیلاب ځپلې سیمې چارسدې سره تعلق لری وایي، سږکال راغلي سیلاب ښځې اؤ جینکۍ د بې کوره کیدو د وجې نفسیاتی ستونزو سره مخ کړې دي او بیا ددې ترڅنګ ملکي سیاسي حالاتو ویرولي دي.
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي"الیکشن را روان ؤ او خلک خوشاله وؤ چې الیکشن به پخپل وخت وشي خو له بده مرغه داسې هلې ځلې وشوې چې که د زنانه ؤ سیاسي خبره وکړو نو زنانه چې کومه ترقی کړې وه ، څنګه مخکې راغلې وې، هغه لس کاله شاته لاړلې»
د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ هم خپل د کال ۲۰۲۳م راپور کې ویلي چې د سیلاب له وجې د ښځو ژوند او په ځانګړې توګه د شپږ نیم لکو میاندو په صحت د سیلاب تباهۍ اثرات غورځولي دي.
ددغو سیلابونو د لاسه د ژوند په بیلا بیلو مدونو کې د کروړونو ډالرو زیانونه اوښتي دي اؤ ۳۰ ملیونه خلک بې کوره شوي وو. د هیومن رائیټس واچ راپور دا هم وایي چې پاکستان کې هر کال ۱۰۰۰ ښځې د غیرت په نوم وژل کیږی او کال ۲۰۲۳م کې د ښځو او مذهبی اقلیتونو پرضد تشدد سیوا شوی دی.
د حوا لور تنظیم مشره او یوه مدني فعاله خورشید بانو وایي،د ښځو،مذهبی اقلیت ، ټزانس جینډر او افغان مېرمنو د حقونو په حواله که روان کال کې دوه قدمه پرمختګ شوی نو لس قدمه بیا بېرته پشا تللي یو.
د هغې په خبره"دا کال د هغوئ لپاره بلکل ښه نه و، په مذهبی اقلیت څومره حملې وشوې د پاکستان څومره بدنامي وشوه، ټرانس جینډر(نرښځیانو) باندې خیبر پښتونخوا کې څومره حملې وشوې او ښځو لپاره چې کوم قوانین جوړ شوي په هغې عمل نه دی شوی"
خیبر پښتونخوا کې کال ۲۰۲۳ کې د ښځو د حقونو په اړه د یو درجن نه سیوا نوي قانون جوړ شوي یا د وړاندې نه په موجودو قوانینو کې بدلونونه شوي دي چې په هغې کې دښځو د وراثت حق، د جاییداد لرلو حق، د ناسمو رواجونو خاتمه، د وړکوالي د ودونو مخنیوی، د کار په ځاي کې د مېرمنو دځورونو مخنیوی اؤ دهغوي د تحفظ قوانین شامل دي.
هم دا شان په مېرمنو د کورني دمخنیوي اؤ تشدد ښکار ښځو د تحفظ قانون او نورې ډیرې قانونی هلې ځلې هم شوې دي خو ښځینه فعالانې وایي په دغه قوانینو عملدرامد اوس هم یو غټ چیلنج دی.
د ملګرو ملتونو ادارې یو این وومن هم د پاکستان د ښځو د حیثیت په هکله کال ۲۰۲۳م کې دا خبره کړې چې حکومت کوششونه کړي خو د ښځو د پرمختګ یا ترقۍ رفتار دومره چټک نه و څومره چې پکار ؤ.د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکي غیر دولتي سازمان عورت فاؤنډیشن پيښور کې مشره شبینه ایاز وایي. په ټوله کې د ښځو پر ضد تشدد سیوا شوی دی.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي لا تر اوسه په ښځو د تشدد په اړه د پولیس لخوا ډیټا یا شمیرې مخې ته نه دي راغلي خو د سوات ضلعې نه داسې رپورټونه مخې ته راغلي چې دغلته ښځو ځانونه وژلي دي، په ښځو تشدد شوی دی اؤ یا هم د غیرت په نوم وژل شوي دي.
د ښځو د حقونو فعالان د کال ۲۰۲۳ په اخره کې د راتلونکی کال نه امید لري چې د انتخاباتو دلارې منتخب حکومت کې به مېرمنو ته سیاسي اؤ معاشي ځاندره کې د ګډون اؤ پرمختګ موقعه ترلاسه شي.