د ملګرو ملتونو او په پاکستان کې د ښځو د قومي کمېشن د رپوټ تر مخه پاکستان د نړۍ په هغو ملکونو کې په شپږم نمبر دی چرته چې د 18 کالو نه په کم عمر کې زيات ودونه کيږي.
په خېبرپښتونخوا کې په کم عمرۍ کې د ماشومانو د ودونو او د هغې په اثراتو په پېښور کې غونډه شوې، او په دغه موضوع پکې بحثونه شوي دي.
پيښور کې په کم عمر کې د ودونو د خاتمې لپاره رابللې شوې مشاورتي غونډه کې ګډون والې 15 کلنې عايشه خان وويل، په بحثونو کې یې زده کړه وکړه او نورو ته به یې هم رسوي:
"معاشره چې دا خرابیږی چې مونږ وړوکې وړوکې جینکۍ یا ماشومان داسې دومره غټ بوج پرې اچوو چې لکه تاسو به اوس پوره کور سمبالوئ یا خپل خاوند به سمبالوئ. ډیر زیاته زمه واري پرې راځي، د صحت د ډېرو مسلو سره مخ کيږي".
د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د کال 2018م په يو رپورټ کې ويل شوي، پاکستان کې 18 فيصده کم عمره جينکۍ په وړوکوالي کې واده کيږي.
خېبر پښتونخوا هم داسې صوبه ده چرته چې د انګریز د وخت په ماشوموالي کې د ودونو مخنیوي قانون په ځای دی، چې پکې د هلک لپاره د واده عمر 18 او جینۍ د واده عمر 16 کاله دی.
د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی عمران ټکر وايي، په کال 2021م کې د هلک او جینۍ دواړو د واده عمر 18 کاله ګرځولو دپاره جوړ شوی قانون منظورېدو ته پروت دی، خو د دې نه مهمه دا ده چې په کم عمر کې ودونو ته دې د بشري او ټولنيزې مسلې په سترګه وکتل شي.
عمران ټکر وايي، "او زیات چې څه ته کتل پکار دي نو هغه آګاهي او بیداري ده. او د ټولو سټیک هولډرز (زمه وارو خلکو) دا زمه واري ده چې په دې اړه خپل آواز اوچت کړي او دې ته یود سوشل ایشو(ټولنيزې مسله په سترګه) وګوري چې مدراف آل سوشل ایشوز (د ټولو مسلو مور) ده نو هله به دې کې کمی راځي او خاتمه به یې کيږي".
مدني فعاله ګلالۍ وايي، د خېبر پښتونخوا په کليوالو علاقو کې په کم عمر کې د جينکو د ودونو د مخنيوي په اړه د پوهاوي پلان لري.
د ګلالۍ په خبره، "د سوشل میډیا پلیټ فورمز په زریعه، داسې که نه وي نو د ګروپس په زریعه چې واړه واړه ګروپس، په جوماتونو کې د اعلانونو په زریعه چې مونږ د دې څیز روکتام (مخنیوی) وکړو. چې کله د دې خاتمه وشي نو ایډوکیشن (پوهه) به بره شي او یو ښهه معاشره به راسرته شي".
خو د ملګرو ملتونو ادارو سره خیبر پښتونخوا کې کارکوونکي فکر کوي چې خېبرپښتونخوا کې په کم عمر کې د ودونو د خاتمې په وړاندې ډېر چېلنجونه دي.
د ملګرو ملتونو د ابادۍ ادارې یو این ایف پي اې سره کارکوونکې ماه جبین قاضي وايي، "مونږ ته چېلنجز دا دي چې دلته هغې باندې پراپر (سم) قانون نشته، په دې باندې ټولو سټیک هولډرز کې اتفاق هم نشته چې په دې باندې مونږ کار وکړو".
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې ادارې یونیسف ترمخه پاکستان کې 4.6 ملينه ماشومان چې عمرونه یې د 15 کالو نه کم، او 18.9 ملينه هلکان او جينکۍ چې عمرونه یې 18 کالو ته نه وي رسېدلي واده شي.