د وي او اې سروې: په ټاکنو کې نوماند یا سیاسي ګوند; د ځوانانو لومړیتوب څه دی؟

په پاکستان کې د څلورو څخه یو ځوان وایي چې هغه د یو ازاد کاندید پر ځای سیاسي ګوند ته خپله رایه ورکوي.

د وي او اې د یوې تر سره شوې سروې په اساس له ځوانانو څخه په راروانو ټاکنو کې د هغوی د انتخاب په اړه څو پوښتنې شوې دي.

په سروې کې 29 فیصده ځوانانو ویلي چې د دوی لپاره په ټاکنو کې د نوماند په پرتله سیاسي ګوند ډېر مهم دی او د دوی رایې د نوماند په توګه سیاسي ګوند ته ځي.

په سلو کې 18 فیصده ځوانانو ويلي، دوی ته نوماند ‌ډېر مهم دی، هغه که د هر ګوند پورې تړلی/تړلې وي.

په سروې کې تر ټولو زیات یعنی 35 فیصده ځوانانو ویلي دوی د رایې ورکولو پر مهال په ټاکنو کې نوماند او د هغه سیاسي تړاو دواړه په نظر کې نیسي.

کله چې له دغو 35 فیصده ځوانانو بیا وپوښتل شوه چې دوی سیاسي ګوند یا نوماند ته ترجیح ورکوي، نو اکثریت (53 فیصده ) یې د سیاسي ګوند په ګټه رایه ورکړه.

د اووه فیصده ځوانانو په وینا دوی د خپلوی او ټولنې پر بنسټ رایه ورکوي. په ښارونو او کلیو کې د خپلوۍ او ټولنې په اساس د رایې ورکوونکو شمېر یو شان دی، په داسې حال کې چې د دغو دواړو پر بنسټ باندې د رایې ورکوونکو شمېر د سیند او پنجاب په پرتله په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې زیات دی.

په سروې کې 10 فیصده ځوانانو د رایې ورکولو په اړه د څه ویلو څخه ډډه وکړه.

د نظر پوښتني پایلې دا ښيي چې په پاکستان کې اوس هم یو زیات شمېر ځوانان سیاسي ګوند ته لومړیتوب ورکوي. په سلو کې 18 فیصده ځوانان هغه دي چې آزادو نوماندانو ته رایه ورکوي.

د نظر پوښتني پایلې په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې سیاسي ګوندونه د فبرورۍ د 8 نیټې د عامو انتخاباتو لپاره په کمپاین کوولو مصروفه دي او د سیاسي ګوندونو مشران د ځوان رایه ورکونکو په جذبولو بوخت دي.

کلیوال او ښاري وېش:

په کلیوالي سیمو کې یواځې د ځینو سیاسي کورنیو غړي یا انتخابي نوماند بریالي کیږي، په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې د نوماند په پام کې نیولو پرته د ولس اکثریت رایې سیاسي ګوندونو ته ځي.

خو د نظرپوښتنې له مخې، په ښاري او کلیوالي سیمو کې هغه ځوانانو شمیر مساوي دی چې د دواړه، نوماند او د هغه د سیاسي تړاو پر بنسټ د خپل رایې ورکولو پریکړه کوي.

د کورنۍ نظر او اغېزه:

په سروې کې، کله چې له ځوانانو وپوښتل شول چې ایا د دوی د کورنۍ نظر د رایې ورکولو په پریکړه اغیزه کوي، نو 53 فيصده ځوانانو منفي ځواب ورکړ.

د کورنۍ د غړو نظر د نارینوو (45 فیصده) په پرتله په ښځینه رایه ورکوونکي (49 فیصده) ډېره اغېزه کوي. په همدې ډول، د کورنیو نظر په کلیو کې د مېشتو ځوانانو په رایو ډېر اغېز لري.

د سروې پايلې ښيي چې د خيبر پښتونخوا ځوانان د خپلې رايې په پرېکړو کې ډېر خپلواک دي او د دوی پريکړه د خپلو کورنيو له نظره اغېزمنه نه ده.

د وي او اې او اپسوس د 2024 کال د جنورۍ 3 نېټې څخه تر 12 نېټې ترمنځ د ټیلیفون له لارې د برخه اخیستونکي رایه واخستل شوه. د سروې په پایلو کې د تېروتنې حد 2 فيصده کېدای شي.