د ټي-۲۰ نړېوال کرکټ سیالیو کې نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ امریکا پاکستان ته ماتې ورکړې ده او د کرکټ څېړونکي د پخواني اتل پاکستان ماتې حېرانوونکې (اپ سېټ) بولي.
د لوبې اخېري شېبې د دواڼو لوبډلو لپاره داسې وې چې د کرکټ مینه وال حېران وو چې د یو تجربه لرونکې ډلې (پاکستان) او د یوې نوې لوبډلې (امریکا) تر منځ سیالي به څوک ګټي خو په پای کې چې کله د لوبې فیصله سوپر آور ته لاړه نو امریکا ۱۸ منډې (رنزونه) جوړ کړل، ۱۹ یې هدف وټاکه، او پاکستان دغه هدف تر لاسه نکړای شو او سوپر آور کې یې ۱۳ منډې جوړې کړې.
The U.S. just stunned Pakistan at the Men%27s T20 Cricket World Cup in one of the biggest upsets in the sport%27s history.Saurabh Netravalkar is one of Team USA%27s top players, but his full-time job: Principle Engineer at Oracle. pic.twitter.com/DXNVzRGAzs
— Front Office Sports (@FOS) June 6, 2024
دا د سږکال په ټي تونټي ورلډ کپ کې د پاکستان لومړنۍ لوبه وه. او د امریکا د ټېکساس ریاست په ډالاس ښار کې ترسره شوه.
د امریکا د لوبو مشهورې خبري ادارې اي اېس پي اېن په خپل یو ټويت کې د امریکا له لاسه د پاکستان ماتې حېرانونکې بللې ده.
A STUNNER AT THE ICC MEN’S T20 CRICKET WORLD CUP!The USA has upset international powerhouse Pakistan 😮 pic.twitter.com/eh0jUA7ojW
— ESPN (@espn) June 6, 2024
پاکستان اول بېټېنګ وکړ او د ټولو شلو آورونو په پوره کولو او د اوو (۷) وېکېټو په سوځېدو سره یې، ټولټال یو سل او نهه پنځوس (۱۵۹) منډې جوړې کړې، او امریکایي لوبډلې ته یې د یو سل او شپېتو (۱۶۰) ټارګټ وټاکلو.
امریکا لوبډلې په دویم میدان کې هم غوره لوبه وکړه او صرف د درې وېکېټو په سوځېدو یې، په شل آورونو کې هماغه یو سل او نهه پنځوس (۱۵۹) منډې وکړې، چې په دې سره لوبه مساوي شوه او خبره سوپرآوور ته ورسېده.
په سوپر آور کې امریکا لوبډلې وکړی شول اتلس (۱۸) رنزونه جوړ کړي او پاکستان ته یې نولس (۱۹) هدف وټاکلو، خو پاکستان په سوپرآور کې صرف دیارلس (۱۳) منډې جوړې کړی شوې، او لوبه یې د پنځو رنزونو په توپیر وبایلوده.
د پاکستان بله راتلونکې لوبه د هندوستان سره ده چې د جون په نهمه د اتوار/یکشنبې په ورځ به په باهاماس کې ترسره شي.
د ټي-۲۰ روان نړیوال کپ کوربتوب امریکا او وېسټ انډیز په ګډه کوي. دا لوبې به د جون ۳۰مې پورې روانې وي. وي او ای ډیوه سره د دې لوبو تازه حال لپاره وسئ.