محمود خان اڅکزی: مونږ مه مجبوروئ چې خپلې ستونزې نړیوال عدالت ته یوسو


په خېبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف لخوا رابلل شوې د امن قبایلي جرګه کې د عزم استحکام په نوم د نوؤ عملیاتو پېل کولو سره مخالفت ښودل شوی اؤ غوښتنه شوې ده چې افغانستان سره په پوله تجارتي ستونزې دې د مذاکراتو له لارې هوارې کړل شي.

د چهارشنبې یا شورو په ورځ پېښور کې ترسره شوې دې قبایلي امن جرګې ته خپله وینا کې د اپوزیشن ایتلاف مشر محمود خان اڅکزي ویلي ، مونږ دې څوک دې ته نه مجبوروي چې خپلې ستونزې نړیوال عدالت ته یوسو.

د هغه وینا وه "که بل څوک ځي اؤ که نه ځي ، زه به نړیوال عدالت ته ځم"

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت د ترهګرۍ ختمولو لپاره په ملک کې د عزم استحکام په نوم د نوؤ عملیاتو منظوري ورکړې ده اؤ زیاتره سیاسي ګوندونه اؤ د بشري حقونو تنظیمونه دې عملیاتو سره سخت مخالفت ښیي.

محمود خان اڅکزي پوښتنه وکړه چې دا عملیات د څه لپاره کولی شي ؟ اؤ وي ویل عملیات زمونږ په وسیلو د قبضې لپاره کیږي.

هغه وویل که نن پښتانه خپلو کې یو موټی شي نو د دوي ځمکه تر ټولو زیاته ده خو پخپلو وسیلو ورته حق نه ورکول کیږي.

هغه وویل نن د سوات مېړني بچیان د کولې په کانونو کې مري اؤ مونږ په ملک کې د غلامانو په څېر ژوند کولو ته تیار نه یو.

د نوموړي وینا وه چې د پښتونخوا په معدنیاتو اؤ قدرتي وسیلو وړومبی حق ددې ځای د پښتنو دی اؤ که چرې په ملک کې هر چاته د خپلو سیمو واک ورکړل شي نو مونږ ددې جوګه یو چې د آي ایم ایف پور ورپرې کړو.

په دې جرګه کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو خلاف پرېکړه لیک یا قرارداد هم منظور کړل شو اؤ ویل شول چې د دې عملیاتو په اړوند پرېکړه کې باید قبایلي ولس هم شامل کړل شي.

اؤ په یو بل قرارداد کې غوښتنه وشوه چې افغانستان سره دې په پوله ټولې تجارتي ستونزې د مذاکراتو اؤ جرګو له لارې هوارې کړل شي اؤ په دې اړه چې تر دې مخکې په جرګو کې کومې غوښتنې شوې دي هغه دې ومنل شي.

جرګې ته په وینا کې د تحریک انصاف ګوند مرکزي مشر اؤ پخواني اسپیکر اسد قیصر وویل تر څو چې قبایلي ضلعو کې امن نه وي ټینګ شوی په ملک کې تر هغې امن نه شي ټینګیدای.

هغه هم د عزم استحکام عملیاتو سره کلک مخالفت وښودو اؤ وي ویل دا عملیات به زمونږ په لاشونو کیږي.

هغه وویل په قبایلي سیمو کې د ۵۰ کالو راهسې جګړې روانې دي اؤ دا عملیات اوس د یوې نوې جګړې پېلامه ده چې مونږ یې په سخته مخالفت کوؤ.

هغه وویل وړومبی باید روښانه کړل شي چې عزم استحکام عملیات به څنګه وي اؤ ګټې به یې څه وي؟

نوموړي وویل په دې عملیاتو باید پارلیمان کې بحث وشي اؤ که مونږ د عملیاتو لړ کې په حمایت کې وانه خستل شو نو ملاتړ به یې نه کوؤ.

څېړونکي وايي د پاکستان پوځ د کال ‏‎2001‎م نه راپدېخوا نزدې د ‏‎20‎‏ پورې پوځي عمليات کړي چې پکې په لکونو خلک اغېزمن شوي او د ترهګرۍ مسله ‏لا هم په ځای پرته ده. دوي وايي همدغه وجه ده چې عام ولس او سياسي ګوندونه هم اوس په نويو اعلان شويو عملياتو [عزمِ استحکام] باندې اعتماد نه ‏کوي.‏

خو حکومتي چارواکي وايي د ملک د تلپاتي امن او استحکام لپاره اعلان کړل شوی وژن یا نظر [عزمِ استحکام] ناسم کیږي او دا د تېرو وسله والو ‏عملیاتو لکه "ضرب عضب" او "راه نجات" په څېر نه دي.‏

په پاکستان کې په کال ‏‎2001‎‏ کې د القاعده خلاف په وزيرستان کې د (الميزان) په نوم اولني پوځي عمليات شوي وو، په کال ‏‎2007‎م کې په سوات کې د ‏‏[راح حق] په نوم د ټي ټې پي خلاف، ‏‎2008‎م کې په خېبر کې د لشکر اسلام خلاف د [صراط مستقيم] په نوم، هم په دغه کال په جنوبي وزيرستان کې د ‏‏[زلزلې] په نوم د ټي ټي پي خلاف او بيا په دغه کال په باجوړ کې د [شېر دل] په نوم عملیات شوي وو.

بيا په ‏‎2009‎م کې د ټي ټي پي خلاف په پخوانۍ فاټا کې د [راه راست] ‏او [تور تندر] په نوم ملاکنډ ډويژن کې، [راه نجات] په نوم پخوانۍ فاټا کې، د [برېښنا] په نوم مومندو کې، د [کوه سفېد] په نوم په کورمه کې، ‏‎2014‎‏ م ‏کې د ضرب عضب په نوم شمالي وزيرستان کې د ټي ټي پي، القاعده، آی اېم يو او لشکرجهنګوي خلاف،‎2017‎م کې په ټول ملک کې د ټي ټي پي، بي اېل ‏اې او براس خلاف د ردالفساد په نوم عمليات شوي وو.‏

د دې ترڅنګ وسله والو سره ګڼ شمېر معاهدې هم شوې وې، خو پوځي عمليات اکثر له د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې شوي دي.‏

حکومت اوس په ‏‎22‎م جون په ټول ملک کې د ټي ټي پي، بي اېل اې او توندروۍ پرضد په ټول ملک کې د عملياتو کولو اعلان کړی دی.‏