د پاکستان د پنجاب صوبې حکومت په محرم کې د ټولنيزو رسنيو د بندولو سپارښتنه کړې

د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه د پنجاب داخله محکمې په صوبه کې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره د محرم په ورځو کې د فېس بک، وټس اېپ، انسټاګرام، ‏اېکس (پخواني ټویټر) ټک ټاک او نورو د بندولو سپارښتنه کړې ده.‏

د پاکستان د پنجاب صوبايي حکومت مرکز ته د شپږم نه تر ‏11‎م محرم پورې په ټولنيزو رسنیو د بندیز سپارښتنه کړې ده. خو د کورنيو چارو مرکزي وزارت ‏ويلي په دغې اړه به حتمي پرېکړه وزاعظم کوي.‏

د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه د پنجاب داخله محکمې په صوبه کې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره د محرم په ورځو کې د فېس بک، وټس اېپ، انسټاګرام، ‏اېکس (پخواني ټویټر) ټک ټاک او نورو د بندولو سپارښتنه کړې ده.‏

ويل شوي، صوبايي حکومت د امنیت دپاره جوړې د کابينې قايمه کمېټۍ د ټولنيزو رسنیو بندولو سپارښتنه کړې ده.‏

خو ويل شوي، د کورنيو چارو مرکزي وزارت د جمعې په ورځ يو بيان کې ويلي، د صوبايي حکومت لخوا د ټولنيزو رسنیو د بنديز په خواست تراوسه ‏فېصله نه ده شوې او په دغې اړه به حتمي پرېکړه وزيراعظم کوي.‏

وزارت ویلي، تراوسه پورې، نه دغه خواست منل شوی او نه رد کړل شوی دی.‏

د کورنيو چارو وزارت د بلې کومې صوبې نه دي ويلي چې د پنجاب په څېر خواست یې کړی خو ويلي يې دي پنجاب يواځې نه دی چې دغه ډول خواست یې ‏کړی دی.‏

پاکستان کې اکثره د محرم په ورځو کې موبايل ټيليفون او انټرنېټ بندول کيږي.‏

د پنجاب پوليس يو چارواکي وي او اې ته ويلي، صوبايي حکومت ته یې خواست کړی چې د محرم په ورځو کې دې د امنیت ټينګ ساتلو دپاره رېنجرز او ‏پوځ چمتو وساتل شي.‏

او د پنجاب داخله محکمې د پوليس د مرستې دپاره د پوځ او نيم پوځي دستې رېنجرز خدمات غوښتي دي.‏

د پنجاب کابينې د امنیتي کمېټۍ مشر او د صحت وزیر خواجه سلمان رفيق ویلي، په صوبه کې په نهم او لسم محرم ټولنيزې رسنۍ بندېدی شي، او د دغه ‏کار هدف د کرکې خورونکو مواد ودرول دي.‏