د هند د ولکې لاندې کشمیر کې شکمنو یاغیانو څلور هندي پوځیان وژلي دي

د پولیسو د رپورټونو ترمخه یوازې یوه ورځ وړاندې په کولګام ضلع کې د دوو بیلابیلو نښتو په نتیجه کې دوه پوځيان او شپږ شکمن وسله وال ووژل شول. (فایل فوټو)

د هندي پولیسو د چارواکو د وینا ترمخه د ګل /دوشنبې په ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په کټهوعه ضلع کې د معمول ګزمې پر مهال شکمنو یاغیانو د پوځ پر یوه موټر د کمین نه حمله وکړه ، څلور هندي پوځیان ووژل او لږ تر لږه شپږ نور یې ژوبل کړل.

پولیسو زیاته کړې چې په ځواب کې پولیس او پوځي ځواکونه په تیزی سره سیمې کې ځای پر ځای کړل شول او د سیمې محاصره یې وکړه او د لټون عملیات یې پیل کړل.

دا پېښه چې تر اوسه یې کومې وسله والې ډلې پړه پر غاړه نه ده اخيستې د تشدد وروستۍ پېښه ده.

د پولیسو د رپورټونو ترمخه یوازې یوه ورځ وړاندې په کولګام ضلع کې د دوو بیلابیلو نښتو په نتیجه کې دوه پوځيان او شپږ شکمن وسله وال ووژل شول. او په راجوړي ضلع کې وسله والو په یوه پوځي کېمپ ډزې وکړې چې له امله یې یو پوځي ژوبل شو.

د کشمیر سیمه چې په همالیه کې موقعیت لري د 1947م کال راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې یوه نقطه ده. دغه دواړه هېوادونه په کشمیر د خپل ملکیت دعوه لري.

د کشمیر پر سر شخړې له وجې د ایټمي وسلې لرونکي ګاونډیانو ترمنځ تر اوسه درې جنګونه هم شوي دي.

د هند اؤ پاکستان تر منځ دې لانجمنه سیمه کې تر دې وړاندې هم د پوځ اؤ وسله والو تر منځ نښتې شوې دي.

هند په پاکستان تور لګوي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یاغیانو ته وسلې او روزنه ورکوي خو اسلام اباد بیا دغه تورونه ردوي.

د هند د واک لاندې کشمیر کې وسله والو ډلو د کال ۱۹۸۹ راهسې بریدونه پیل کړې دي اؤ دغه وسله وال ددې سیمې د ازادۍ یا هم پاکستان سره د انضمام غوښتنه کوي .

د هند اؤ پاکستان تر منځ د کشمیر په سر دې شخړه کې تر اوسه په زرګونو عام خلک اؤ پوځیان وژل شوي دي.

تېره میاشت د شکمنو وسله والو په یو برید کې نهه هندو یاتريان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ ، دا برید هغه مهال شوی ؤ چې یو وسله وال تن په یاتریانو ناتاره ډزې کړې وې.

د کال 2017م نه راپدیخوا دا په یاتریانو شوی وړومبی برید ؤ چې کال 2017م کې وسله والو د هندو یاتریانو په یو بس ډزې کړې وې اؤ اووه کسان یې وژلي وؤ.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د اې پي او اې ایف پي نه اخیستل شوي دي