پاکستان د بنګله دېش ضد کرکټ سيريز دپاره لوبډله اعلان کړې، شاهين اپريدی د نايب کپتانۍ څخه لرې کړل شوی

پي سي بي نن په اووم اګست د لوبډلې اعلان وکړو او بيان کې یې ويلي، د شاهين شاه اپريدي په ځای د سعود شکيل د نايب کپتان ټاکلو فيصله ځکه شوې چې په شاهين اپريدي باندې کار سېوا دی. (فایل فوټو)

پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د بنګله دېش ضد دوه ټيسټ (پينځه ورځنيو) لوبو سيريز دپاره 17 کسيزه لوبډله اعلان کړه، او شاهين شاه اپريدی یې د نايب کپتانۍ څخه لرې کړی، د هغه په ځای یې سعود شکيل نايب کپتان ټاکل شوی دی.

پي سي بي نن په اووم اګست د لوبډلې اعلان وکړو او بيان کې یې ويلي، د شاهين شاه اپريدي په ځای د سعود شکيل د نايب کپتان ټاکلو فيصله ځکه شوې چې په شاهين اپريدي باندې کار سېوا دی.

د بيان ترمخه، د لوبډلې کپتان به شان مسعود وي، او په نورو لوبغاړو عبدالله شفيق، ابرار احمد، بابر اعظم، کامران غلام، خرم شهزاد، ميز حمزا، محمدعلي، محمد هرېره، محمد رضوان (وکټ کيپر)، نسيم شاه، صايم ايوب، سلمان علي اغا، سرفراز احمد او شاهين شاه اپريدي شامل دي.

په لوبډله کې محمد هرېره، کامران غلام او محمدعلي نوي لوبغاړي شامل کړل شوي دي.

پي سي بي ويلي، د بنګله دېش لوبډله به په 17م اګست اسلام اباد ته رارسي، لومړۍ لوبه به د 21م نه تر 25م اګست پورې په راولپنډۍ کې او دويمه لوبه به د 30م اګست نه تر درېم ستمبر پورې په کراچۍ کې کيږي.