لویه پښتونخوا په ټي وي
Your browser doesn’t support HTML5
په بلوچستان کې په بم چاودنو او د وسله والو په بريدونو کې لږ تر لږه 37 کسان وژل شوي. بل اړخ ته د پښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلعې په رزمک بازار کې ځانمرګی بريد شوی، چارواکي په بريد کې د ۴ کسانو وژنه تاييدوي.
د باړې سياسي ګوندونو اتحاد اعلان کړی چې په تیراه سیمه کې د وسلوالو د بیا فعالیدو اؤ په وړاندې یې د امنیتي ځواکونو د غلي پاتې کېدو په ضد به زر يوه تګلاره اعلانوي. تفصیل د پاره خپرونه ترپایه وګورئ. کوربه نصرالله خان دی