د پاکستان پوځ د خېبر په تيرا کې د نورو 12 وسله والو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلعه کې یې د استخباراتو په اساس عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان نور 12 وسله وال وژلي دي، په پينځم اګست پوځ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فتنه الخوارج په نوم نومولې وه.

پوځ پرون په 30م اګست ويلي، امنيتي ځواکونو په تيرا کې د وسله والو د موجودګۍ په اطلاع عملیات ترسره کړي دي.

ويل شوي، په 28م او 29م اګست عملياتو کې 12 وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د وژل شوو کسانو نومونه يا پېژندګلو نه ده ښکاره کړې او نه تر دې دمه لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په دغې اړه څه ويلي دي.

د پاکستان پوځ دا هم نه دي ویلي، چې عملياتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم ډول تاوان اوښتی دی.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

پوځ ويلي، د 20م اګست راهسې د استخباراتو په اساس په تيرا کې عمليات کوي.

او پوځ پرون ویلي، "تراوسه پورې په دغو عملياتو کې 37 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي او دغه عمليات به دوام لري".

په 27م اګست پوځ په تيرا کې د عملياتو په اړه ويلي وو، د 20م اګست راهسې د " فتنه الخوارج، لشکر اسلام او جماعت الحرار پرضد د استخباراتو په اساس عمليات کوي".

په دغه بيان کې "د پينځو وسله والو او نښته کې د څلورو عسکر وژلو ويل شوي وو".

هم په 20م اګست د تيرا سیمې اوسېدونکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د تيرو څو ورځو راهسې په سيمه کې د وسله والو موجودګي سېوا شوې، خلک سخت اندېښمن او په ويره کې دي.

ځايي خلک ويلي وو، پوليسو ځای په ځای څوکۍ پرېښودي د تاڼو پورې محدود شوي او خلک دې ته ډېر پرېشانه دي چې په سيمه کې پوځ هم موجود دی او وسله وال هم ليدل کيږي.

خو پوليسو ويلي وو، په بازاري علاقو کې وسله وال نشته، پوليس موجود دي، او په پوله پرتو علاقو د امنيت په اړه پوځ بيان ورکولی شي.