څيړونکي وايي، د خېبرپښتونخوا د پوليس قوت سېوا کولو سره د ترهګرۍ ضد مرکزي پاليسي بدلون ته اړتيا لري

څيړونکي وايي، د خېبرپښتونخوا حکومت چې د صوبې د پوليسو د قوت سېوا کولو دپاره کوم ګامونه اخستي، دا په خپل ځای ښه اقدام دی. خو اصل خبره، د ترهګرۍ ضد پاليسيانې بدلول او په حقيقت کې د ترهګرۍ د ختمولو پرېکړه کول دي کوم کار چې د مرکزي حکومت او واکمنه قوتونه په لاس کې دي.

په 29م اګست د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د صوبې د جنوبي ضلعو ټانک او لکي مروت د پوليسو د قوت سېوا کولو دپاره 791 نوي پوليس به ګمارلی شي.

د دې ترڅنګ د ترهګرۍ د قضيو دپاره د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي دپاره د 16 پراسيکيوټرانو منظوري ورکړل شوې او دې سره د پوليسو دپاره د لسو بکتر بند محافظ ګاډو منظوري هم ورکړل شوې ده.

څيړونکی خبريال مشتاق یوسفزی وايي، "د پښتنو په سيمه د 20 کالو څخه د زياتې مودې راهسې د ترهګرۍ ضد جګړه روانه ده، دا اوس د پوليس د وس کار نه دی د پاکستان د پوځ سره ډېر وسايل وو، جنګي جهازونه، ټېنکونه او جديده وسله یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې وکاروله خو دغه جګړه یې په صحیح معنو کې ونه ګټله".

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، خېبرپښتونخوا کې دا وخت بدامني ډېره سېوا شوې او خپله د صوبې او امنيتي ادارو مشران وايي، دا حالات هغې پله روان دي کوم چې د 2007 نه تر 2014 پورې وو.

نوموړي زياته کړه، پوليس زمه وارۍ ډېرې لري خو تربيت او وسلې او نورې اسانتیاوې هغومره نه لري کومې چې دوی ته پکار دي.

د يوسفزي په خبره، "د پراسيکيوټر سېوا کول يا ګمارل خو هغه وخت په کار راځي، چې اول خو ترهګر ونيول شي او عدالت ته وړاندې شي نو د صوبې په جنوبي ضلعو کې خو حالات دومره خراب دي چې پوليس د شپې ګزمې نه شي کولی، او په پوليس چې څومره بوج اچول کيږي، د صوبې د پوليسو اوږې د دې د اوچتولو توان نه لري".

نوموړی وايي، "ترهګري قامي مسله ده او د پاکستان د فيصلې کولو واکداران په اسلام اباد کې ناست دي، د پښتنو په سیمه جګړه روانه ده خو پيل کړې پښتنو نه ده، دا مرکزي پيل کړې او مرکز به یې ختموي. پاکستان کې وخت په وخت دعوې شوي چې د ترهګرو ملا ماته کړل شوې نو ترهګر بيا څنګه راپاڅي".

ښاغلی يوسفزی وايي، "پاکستان ته به خپلو پاليسيانو ته کتل، او سوچ ورته پکار دی، او که واقعي دوی غواړي چې ترهګري ختمه شي، نو د ټولو صوبو خلکو ته به يو شان حقونه ورکول او هغوی ته په نظر کتل وي او د ګاونډيانو سره به هغه شان سلوک کول وي کوم چې نړیوال اصول دي، د هغې وروسته به په پاکستان کې امن راځي".

د پاکستان حکومتي او پوځي مشران وايي د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د وروستي ترهګر د ختمولو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي. پاکستان د جون په میاشت کې د ترهګرۍ او توندرۍ ضد د عزم استحکام په نوم عملياتو منظوري ورکړې او د دغو عملياتو دپاره 20 اربه روپۍ هم منظور کړل شوي دي.

خو د رپورټونو ترمخه په ملک کې ترهګري سېوا کيږي او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې ترې تر ټولو زياتې اغېزمنې دي.

بل څيړونکی خبريال افتخار فرودس وايي، تازه چې د خېبرپښتونخوا حکومت د پوليس قوت سېوا کولو فيصله کړې دا په بنو کې د پرلت وروسته شوې په کوم پرلت کې چې خلکو د پوليس قوت سېوا کولو غوښتنه کړې وه.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وويل، "پوليس که جنګي ميدان ته راوستل کيږي نو قوت به یې سېوا کول وي، ځکه د ترهګرۍ ضد جګړه کې د خېبرپښتونخوا پوليسو ته تر ټولو زياتې مرګ ژوبلې اوښتي دي، خو د پوليس مهمه مسله، پوليس سیاسي کړل شوي دي،ځکه چې د پوليس مشر په سياسي توګه ټاکل کيږي، بايد هغه د سياست نه ازاد کړل شي".

نوموړي وویل، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځايي پوليس ميدان ته کوزول ښه اقدام دی د ولس سره یې اړيکې نزدې دي خو دا کار يواځې په ساز و سامان او بکترو بندو نه کيږي دوی به تربيه کول غواړي، بل تراوسه پورې د سي ټي ډي ګمارنې نه دي پوره کړل شوي".

د څيړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډيز [سي ار اېس اېس] د رپورټ ترمخه پاکستان کې روان کال يواځې د اپرېل، مې او جون مياشتو کې 240 بريدونه شوې 380 کسان پکې وژل شوي او 220 نور ژوبل شوي دي.

د سي ار اېس اېس په رپورټ کې ويل شوي په 240 بريدونو کې 87 فېصده په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي او په دغو بريدونو کې د دوه ډي ايس پي افسرانو په ګډون 31 پولیس اهلکار او د يو کېپټن په ګډون 65 پوځيان وژل شوي وو.

د رپورټ تر مخه خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې زياتره وژنې د لټون د عملياتو په مهال، هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې شوي دي.

د امنیتي چارو کار پوه د خېبرپښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر اخترعلي شاه وايي، د پوليس قوت سېوا کول بد کار نه دی، خو اوس چې کومې فيصلې شوي دا خو به په فوري توګه نه عملي کيږي، په دې کې به وخت لګي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "د پوليس محکمې په خپل مينځ کې د سي ټي ډي، ايليټ فورس او نورو پولیسو ترمنځ فاصلې سېوا دي، دا يو ځای کول پکار دي". هغه زياته کړه، د پوليس شمېره پوره ده، هر ډول وسلې ورسره دي، ځينې څيزونه د وخت سره پکاريږي.

د ښاغلي اخترعلي شاه په خبره، "د پوليسو کارکردګي د پوليس محکمې په مشرتابه هم اډاڼه لري چې د پوليس د وخت مشر څوک دی او استخباراتي نظام یې څومره پياوړی دی".