علي امين ګنډاپور وايي، "که اجازت را نه کړی شو د وزيراعلا په حېث د افغانستان سره مذاکرات کوم"

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، د لوی قبايلي جرګې، سياسي ګوندونو سره تعلق لرونکو او صوبه کې ورګډو ضلعو د منتخب استازو متفقه او مهمه غوښتنه د امن و امان ده، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلي دي او زه د افغانستان سره مذاکرات کوم". خو د نړيوالو چارو کار پوهان وايي د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده، نه چې د صوبې سره، دا سياسي بیان دی.

د خېبرپښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو څانګې پرون په نهم ستمبر ويلي، د علي امين ګنډاپور په مشرۍ جرګې متفقه غوښتنه د امن په ځای کولو کړې ده.

ګنډاپور ويلي، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلی دی، ما په دغه سلسله کې د افغانستان سره د خبرو اجازت غوښتی دی، خو تراوسه راته اجازت نه دی مېلاو شوی، بحیثيت صوبه مونږ ته دې د افغانستان سره د خبرو اجازت راکړل شي، کنه د وزيراعلا په حېث به زه قبايلي مشران ځان سره کوم او افغانستان سره به مذاکرات کوم".

خو علي امين ګنډاپور نه دي ویلي چې اجازه یې د چا نه غوښتې ده.

د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده نه چې د صوبو سره، د علي امين ګنډاپور بيان سياسي بولي او وايي، د افغانستان سره د پاکستان مسله د پاليسۍ په کچه ده.

مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو چارو کار پوه ډاکټر عبدالشکور وايي، د پاکستان د 1973م ايين صوبو ته واک ورکړی خو د هغې باوجود د امنيت مسله د مرکز يا وفاق سره ده.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "د پاکستان د امنيت او ترهګرۍ مسله د وفاق سره تعلق ساتي، په دې موقع زما خیال دی دا هسې بيان بازي ده، هغه [علي امين ګنډاپور] خو ډېر ډېر څه وايي چې کول غواړم، خو مرکز صوبو ته په نړیواله کچه د خبرو يا مذاکراتو اختيار نه دی ورکړی".

نوموړي زياته کړه، "ډېر څيزونه پکار ده چې صوبو ته ورکړل شي خو دلته مرکز پياوړي کيږي او څيزونه په خپل لاس کې اخلي، خو د بده مرغه د پاکستان د وزیراعظم دې ولې نه وي او د افغانستان په امورو کې د پارلیمان دومره کردار نشته چې کښېني او دغه مسله هواره کړي".

پېښور پوهنتون کې د نړيوالو چارو د اړيکو څانګې استاز ډاکټر محمد خورشيد هم وايي، د پاکستان په نظام او ايين کې خو د صوبې سره داسې اختيار نشته چې په "ځانله توګه خارجه پاليسي وچلوي، يا دې داسې غټې مسلې چې د امن سره تعلق ساتي او هغه د دفاع سره تعلق ساتي، نو داسې کوم اختيارات خو نشته".

نوموړی وايي، "په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف حکومت ځانله غوندې کارونه کوي، خفګان هم کوي او تېره شپه بيا وزيراعلا نه وو، او بيا یې د امنيت د خبرو دپاره د تللو وويل چې تللی وو، نو د پاکستان ايين او نظام او اسټبلشمنټ هم دا اجازه نه ورکوي".

ډاکټر محمد خورشيد هم وايي، د تحریک انصاف په"صوبه کې په درېم ځل حکومت دی، خلکو ورله ووټ ورکړی، نو ظاهره خبره ده چې دا سياسي بيان دی او دا هغه د عمران خان په حکومت کې چې به هغه ويل چې د طالبانو سره دې مذاکرات وشي، نو دوی هم دا ګڼي چې که دا وشي او صوبه کې د امنيت کومه مسله ده نو شايد چې د طالبانو په حوالې سره نرمه رويه ولري".

په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

د موجوده حکومت وزیرانو تل تورونه لګولي، چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.

خو ګوند پاکستان تحریک انصاف وړاندې ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.

د لوی قبايلي جرګې سره ناسته کې وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د ترهګرۍ د خاتمې دپاره پاليسي او وخت ټاکل پکار دي د ترهګرۍ ضد عملياتو کې دې ولس په اعتماد کې واخستل شي، زر به په دغه لړ کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ غونډه وبلي".

ګنډاپور زياته کړې، "غېر سرکاري وسله وال ختمولی شي، د قانون عملداري او امن و امان د پوليس او پوځ کار دی، صوبه کې دې د غېر سرکاری عناصرو پرضد کارروايي وشي، قبايلي مشران دې په خپلو علاقو کې د دغو عناصرو پرضد کردار ادا کړي".

نوموړي په صوبه کې ورګډو ضلعو سره د شوو ژمنو عملي کېدو غوښتنه هم کړې ده، چې مرکزي حکومت دې د ورګډو ضلعو لپاره د ترهګرۍ ضد جګړې فنډ او پرمختيا دپاره پيسې جاري کړي.