باجوړ: وسله والو بريدونو، چاودنه کې د پوليو کارمند اودوه امنيتي عسکر وژل شوي، پينځه نور ژوبل

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې په وسله والو بريدونو او چاودنه کې د پوليو کارمند او ساتونکی پوليس اهلکار یې وژل شوي، چاودنه کې د اېف سي يو اهلکار وژل شوی بل ژوبل شوی او چارواکي وايي، د افغانستان سره په پوله د پورې غاړې بريد کې د اېف سي څلور نور اهلکار ژوبل شوي دي.

د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] وقاص رفيق وي او اې ډیوه ته درې سره پېښې تاييد کړې.

هغه وويل، سلارزو تحصيل کې نامعلومه وسله والو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې برید کړی، په بريد کې د پوليو د ټيم کارمند او ساتونکی پوليس یې وژل شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، د صوبې په 27 مخصوصو ضلعو کې د نهم ستمبر څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل شوی دی.

د پوليو په ټيم د بريد وروسته د کمپاين په اړه پوليس افسر وويل، د کمپاين په اړه د مرستيال کمشنر سره غونډه کوي، د هغې وروسته به د راتلونکې فيصله کولی شي.

د ډي پي او په وينا، په لوی ماموند علاقه کې د بم ناکاره کوونکې اېف سي ځواک په اهلکارو چاودنه شوې، يو اهلکار پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

تراوسه پورې د دغو دواړو پېښو زمه واري چا نه ده منلې.

پوليس افسر وويل، بله پېښه د افغانستان سره په پوله واړه ماموندو کې شوې، د پولې د پورې غاړې څخه د وسله والو په برید کې د اېف سي څلور عسکر ژوبل شوي دي.

باجوړ کې د امنيت ټينګ ساتلو په اړه نوموړي وويل، پوره هڅه کوي چې باجوړ کې امنيت په ځای او په ځانګړي ډول د پوليو کمپاين په پرامنه توګه وچليږي پوليس ساتونکي ورسره په ځای وي.

خو هغه وويل، دا وخت يواځې په باجوړ نه په ټوله پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ پېښې کيږي، او باجوړ کې امنيت ښه وو، خو په وروستيو کې پېښې کېدل سېوا شو.