د پاکستان سېنېټ قرارداد منظور کړی، د احمديانو لږکۍ ګرځولو ورځ دې رخصتي او قامي ورځ ونمانځل شي

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې منظور کړل شوي قرارداد کې ويل شوي، د اووم ستمبر ورځ، چې احمديان په دغه ورځ لږکۍ ګرځول شوي، دا ورځ دې عامه رخصتي او د قامي ورځې په توګه ونمانځل شي.

پاکستان کې په اووم ستمبر 1974 کې د ذوالفقار علي بټو په وزيراعظمۍ کې پارلیمان د اييني بدلون د لارې احمديان غېر مسلمانان ګرځولي وو.

پرون په 16م ستمبر د جمعيت علما اسلام ف ګوند سېنېټر مولانا عطا الرحمان په سېنېټ کې دغه قرارداد وړاندې کړی او په اکثريت سره منظور کړل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه، د قرارداد مخالفت چا هم نه دی کړی.

په قرارداد کې ويل شوي، دغه ورځ دې په سرکاري کچه رخصتي اعلان شي، چې ماشومان خبر شي په دې ورځ د احمديانو لږکۍ ګرځولو تاريخي فيصله شوې وه.

پرون د قرارداد وړاندې کولو په وخت عطا الرحمان ويلي، کومو علماو چې په دغه لړ کې کار کړی هغوی دی په تمغو ونازول شي.

د قرارداد وروسته د لږکيو سېنېټر دنيش کمار په قرارداد د خبرو کولو ويلي، خو د پيپلز ګوند د سېنېټ غړي فاروق اېچ نايک ورته ویلي، چې قرارداد منظور شي په هغې بيا خبرې نه شي کېدی.

پاکستان کې احمدي ټولنه وايي، د وړاندې نه د بې زغمۍ او مذهبي کرکې سره مخ وو او د اييني بدلون وروسته یې مشکلات نور سېوا شوي دي.

د احمديانو غېر مسلمانانو ګرځول کېدو په 50 کاله پوره کېدو روانه میاشت پاکستان کې مذهبي ډلو بېلا بيل پروګرامونه تابيا کړي او جمعيت علمااسلام ف ګوند د لاهور په مينار پاکستان کې د يوم الفتح په نوم غونډه راجوړه کړې وه.

د پاکستان د بشري حقونو سرکاري کمېشن په خپل يو وروستي رپورټ کې په احمديانو کېدونکو حملو، بد چلند او د دوی د عبادت خانو او هديرو د سپکاوي په ګډون په رياستي کچه توپیري سلوک باندې اندېښنې ښودلي. کمېشن د مرکزي او صوبايي حکومتونو څخه د موثره ګامونه پورته کولو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو سرکاري کمېشن په وروستي رپورټ کې ویل شوي چې په کال 2023 کې ددغه هېواد د احمدي ټولنې د خلکو په ضد په خپلو عبادت خانو باندې د کلمې د لګولو له کبله 765، د عبادت لپاره د اذان کولو 47، د خپلې عقیدې د تبليغ کولو 861 مقدمې درج شوې دي.

د رپورټ ترمخه همدا ډول نزدې 334 احمديان د مذهب د سپکاوي د تورونو سره مخامخ دي.

د جون په میاشت کې په نړيوال کچ د مذهبي ازاديو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپورټ کې ويل شوي وو، پاکستان کې په کال 2023 کې د مذهب د سپکاوي په تور د 329 کسانو خلاف مقدمې درج شوي دي چې 20 فيصده پکې احمديان، 3.3 فيصده عيسوي لږکۍ او 75 فيصده مسلمانان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو په اړه امریکايي رپورټ له حقیقتونو لرې بللی او ویلي یې وو، پاکستان کې هر تن ته مذهبي ازادي ترلاسه ده.