ملي سرود لانجه، پاکستان د طالبانو د کونسل جنرل سپيناوی رد کړی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، پېښور کې د طالبانو کونسل جنرل چې د پاکستان ملي سرود ته نه وو ودرېدلی او بيا یې د سپيناوي کوم بيان جاري کړی، پاکستان دغه بيان ردوي، د طالبانو حکومت ته یې سخت احتجاج ريکارډ کړی او د سفارتي اصولو لاندې د اقدام کولو حق هم لري.

په 17م ستمبر پېښور کې د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت لخوا په رابلل شوې یوه دستوره کې، چې کله د پاکستان ملي سرود غږول کېدو، د پښتونخوا صوبې وزیراعلا او د غونډې نور ګډونوال یې په درناوي کې ودرېدلي، خو د طالبانو د حکومت کونسل جنرل حافظ محب الله او یو بل افغان سفارتي چارواکی په خپلو څوکو ناست پاتې شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د استازي دغه ګام غندلی او افغانستان کې واکمنو طالبانو ته یې پرې د احتجاج کولو ويلي وو.

پېښور د طالبانو کونسلګرۍ بيا ویلي وو، د پاکستان د ملي سرود سپکاوی یې مقصد نه وو، په ملي سرود کې موسيقي وه ځکه کونسل جنرل نه وو ودرېدلی.

پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ وي او اې ډيوه سره شريک کړي بيان کې ويلي، د پاکستان د ملي سرود د سپکاوي کولو سوال نه پيدا کیږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په 19م ستمبر اوونيزه خبري غونډه کې وويل، د طالبانو د کونسل جنرل سپيناوی ردوي او ملي سرود ته نه ودرېدل یې د سفارتي اصولو سرغړونه بولي.

د رېډيو پاکستان د خبر ترمخه، اغلې بلوڅ ویلي، پاکستان د افغان قايمقام کونسل جنرل نه ودرېدل د غندنې وړ ګڼي ځکه په دغسې کولو سره د پاکستان د خلکو زړه ازار شوی دی.

هغې زياته کړې، افغان چارواکو ته یې په دغې اړه سخت احتجاج کړي، او د طالبانو د حکومت سره د خبرو د نتيجې وروسته به فيصله کوي، پاکستان د سفارتي اصولو سره سم د اقدام کولو حق لري.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی.