صدر جوبايډن: د امریکې او پاکستان اړيکې د سيمې د ثبات او امنيت دپاره مهمې دي

د امریکې صدر جوبايډن ويلي، د امریکې او پاکستان "ترمنځ اړیکې د سیمې د ثبات او امنیت لپاره مهمې دي. مونږ د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې د امریکا او پاکستان همکارۍ ستاينه کوو".

په واشنګټن کې د پاکستان سفارتخانې ویلي، د امریکې صدر دغه خبرې د شورو په ورځ په بلېر هاوس کې د پاکستاني سفير د اسنادو وړاندې کولو دستورې په وخت کړي دي.

د سفارتخانې ترمخه، رضوان سعيد شېخ په واشنګټن کې د پاکستان د 30م سفير په حېث خپل اسناد امریکايي صدر جوبايډن ته وړاندې کړي دي.

پاکستانۍ سفارتخانې د غونډې په اړه خپور کړي بيان کې ویلي، صدر جوبايډن دستورې ته په وينا کې د دواړو هيوادونو اړيکې د سيمې د ثبات او امنیت دپاره مهمې بللي او ترهګرۍ د خطرې ضد مبارزه کې یې د امریکې او پاکستان مرستې ستايلې دي.

امریکايي صدر د امریکې او پاکستان د دوه اړخيزه اړيکو پياوړي کولو او ورته د ودې ورکولو سره ويلي، امریکا د ممهو نړيوالو او سيمه ييزه چېلنجونو د مخنيوي په لړ کې د پاکستان سره ولاړه ده. او دواړه هيوادونه د چاپېريال د بدلون، سيمه ييزه امنيت او عامه صحت ورپېښو چېلنجونو په وړاندې يو موټي دي.

بايډن پاکستاني سفير ته د هرکلي ویلو سره زياته کړې، دا د دواړو هيوادونو د 75 کالو دوستۍ، اقتصادي، امنيتي مرستو او دواړو هيوادونو د ولسونو ترمنځ د اړيکو سېوا کولو د څرګندونې ثبوت دی.

او پاکستاني سفير رضوان سعيد شېخ ويلي، پاکستان د امریکې سره تجارت سېوا کولو، توانايۍ او ګرېن ټکنالوجۍ، صنعت، ډيجيټل پلېټ فارم، لوړو زده کړو او شريکو ګټو په برخه کې کار کولو ته لېواله دی.

دوه ورځې وړاندې د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي وو، "مونږ تل د پاکستان د بیلسټک میزایلي پروګرام مخالفت کړی او هم په دې پالیسۍ ولاړ یو".

واشنګټن کې د پریس بریفنګ په مهال ښاغلي میلر ویلي وو، امریکا به د خطرناکه وسلو د ملاتړ کوونکې شبکې خلاف کارروایۍ دومداره ساتي چې نړۍ او مونږ ددې مهلکه وسلو نه خوندي پاتې شو.

هغه ویلي د پاکستان په بیلسټک میزایل پروګرام زمونږ ژور نظر دی او د څو کالو راهسې د دې په اړه زمونږه اندېښنې واضحه او مستقلې دي.

د بهرنیو چارو د محکمې ویاند ویلي پاکستان د امریکې د اوږدې مودې شراکت دار هم پاتې شوی دی.

د امریکې خارجه محکمې په دې وروستیو کې په یوه تحقیقاتي اداره، یو چینایي وګړي او په درېو چینایي کمپنیو د خطرناکو وسلو خورولو په تور بندیزونه لګولي دي.

د خارجه محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي، د چین تحقیقاتي ادارې په مبینه ډول د پاکستان شاهین 3 او بابیل میزایلي نظام لپاره د الاتو په اخستو کې د پاکستان سره کومک کړی دی.

پاکستان د خپلو بېلسټک میزایلو په اړه د امریکې وروستي بندیزونه جانبدارانه او په سیاسي مقصدونو ولاړ بللي دي.