جنوبي وزيرستان: وسله وال بريد کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا جنوبي وزيرستان ضلعه کې د امنيتي ځواکونو په پوسته وسله وال بريد کې شپږ عسکر وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

د پاکستان پوځ په رسمي خبر کې وویل، پرون په 19م ستمبر شمالي او جنوبي وزيرستان کې دوه ځايه د پوځ او ترهګرو ترمنځ نښتې شوي او د 12 وسله والو د وژلو یې ويلي دي، د پاکستان پوځ تحريک طالبان پاکستان په فتنه الخوارج ډله يادوي.

د پوځي بيان ترمخه، پرون د افغانستان سره په پوله د شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې اووه ترهګر راوړېده، پوځ معلوم کړي، نښته یې ورسره شوې او اووه سره ترهګر یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

پوځ د جنوبي وزيرستان د پېښې په اړه وویل، د جنوبي وزيرستان په لدها سیمه کې وسله والو [خوارجو] په امنيتي پوسته بريد کړی، د دوی بريد په شا تمبول شوی، پوځ ورته په زړورتيا ځواب ویلي، پينځه خوارج یې وژلي او او عسکر هم په نښته کې وژل شوي دي.

پوځ ویلي په علاقه کې د پاکۍ عمليات دوام لري.

له دې وړاندې د جنوبي وزيرستان نه امنیتي سرچينو وي او اې ډیوه ته تاييد کړې وه، چې دا بريد تېره شپه د بر جنوبي وزيرستان د لدها تحصيل په بوسپه کې پوسته باندې شوی وو.

بريد د شپږو عسکرو وژل کېدو او لسو نورو ژوبل شوي وو.

د سيمې نه ځايي خلکو وي او اې ډيوه ته ویلي، نن د ورځې په علاقه کې هيلي کاپټرې هم ليدل کیږي چې په هوا کې ګرځي.

د دوی په وينا وخت په وخت په علاقه کې د ډزو او درنو چاودنو غږونه هم اورېدل کېده.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د روانې میاشتې په پينځمه نېټه ویلي وو، د روان کال په تيرو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد عملياتو تفصيل یې ويلي چې"سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې په تېره مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، په تېره يوه میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي دي".

هغه ويلي وو، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".