د ږوب پولیس چارواکو په وینا، د بلوچستان په ږوب سيمه کې د ترهګرۍ ضد ادارې (اې ټي ايف) پر موټر وسله وال بريد شوی، چې په کې يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.
د سيمې پوليس وايي، بريد د شنبې په ماښام د ښار په ختيځ کې د ږوب، شېراني او له پښتونخوا صوبې سرہ نښلېدونکي د ډېره اسماعيل خان پر سړک له مندېزي کراس سيمې سره هغه مهال شوی، کله چې ناڅرګنده وسله والو د ياد ځواک پر روان موټر ناتاره ډزې کړې.
وایي په بريد کې يو عسکر ځای پر ځای وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان وزیر اعلا سرفراز بګټي د یاد برید غندنه کړی او د سخت خفګان اظهار یي کړی.
د ږوب روغتون چارواکي وايي، چې په پېښه کې درې عسکر ټپي شوي خو د دوو حالت ډېر خراب دی. وژل شوی عسکر ګوهرعلي نومېږي او د صوبې د لورالايي سيمې اوسېدونکی دی.
تراوسه د بريد ذمه واري کومې وسله واله ډلې نه ده منلې او نه هم د بلوچستان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه ويلي. خو په صوبه کې په تېرو وختونو پر پوليس او نورو عسکرو د بريدونو ذمه واري طالبانو منلې ده.
د ږوب شېراني پېښه په داسي وخت کې شوې، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د ږوب او ګاونډي ضلعې شېراني په غرنۍ سيمو کې وسلوال ليدل شوي او ویډیوګانې یې پر ټولنیزو روسنیو خپرې شوې دي، په دې ناتاید شویو ویډیوز کې لیدل کېږي چې له پینځوست څخه تر شپیته پورې وسلوال له يوې سيمې بلې ته د تګ په حال کې دي۔
پرون د جمعې په ورځ د سيمې ټول ګونديزې ایکشن کمېټۍ له حکومت څخه د یادو وسله والو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.
د ږوب یو سیاسي او مدني فعال ظفر کاکړ په وینا، ” ھم دې حالا تو پر ضد موږ د ټولو ګوندونو په شریکه یو جرګه را غوښتې دہ، چې د داسې پېښو مخ نیوی وکړل شي۔“
د ضلع شیراني مرستیالې کمیشنرې ثناہ ماہ جبین دوې ورځې وړاندې په سیمه کې وسلوالو د شتون په اړہ د سوال په ځواب کې ویلي ، ” ایف سي ځواک په سیمه کې عملیات کوي، نور تفصیل به ورستو له رسنیو سرہ شریک کوو۔“”
خواغلې دا و نه ویل چې عملیات د چا پر ضد او کومو سیمو کې کېږي.