د پاکستان د سيند صوبې حکومت منلې، د عمرکوټ سره تعلق لرونکی ډاکټر شهنواز کهنبار چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګول شوی، پوليسو په جعلي مقابله کې وژلی دی.
دغه خبره د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا الحسن لنجار کړې ده.
پرون د 26م ستمبر ناوخته مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې نوموړي وويل، د ډاکټر شهنواز د وژنې مقدمه به د هغه د کورنۍ په خوښه درج کولی شي چې هغوی یې څنګه غواړي، او د تورنو پوليس چارواکو پرضد به درج کولی شي.
ډاکټر شهنواز باندې په 17م ستمبر د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی، بیا د 18م او 19م ستمبر په مینځنۍ شپه کې په ميرپور خاص ضلعه کې وژل شوی وو، پوليسو ويلي، هغه د پوليسو نه تښتېدو د خپل ملګري په ډز لګېدلی او وژل شوی وو.
خو د هغه د کورنۍ دغه دعوه کړې او د بشري حقونو دپاره کار کوونکو او مدني ټولنې سره په ګډه یې احتجاج او غوښتنه کړې وه چې ډاکټر شهنواز د عدالت لرې په پوليس مقابله کې وژل شوی دی.
په احتجاج کې په پوليسو نيوکې شوې او د پيپلز ګوند د صوبايي حکومت نه په پېښه کې د انصاف غوښتنه شوې وه.
SEE ALSO:
سيند کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي ډاکټر کورنۍ په خلکو غږ کړی د انصاف دپاره دې ورسره ودريږيپه ياده پېښه د پوښتنو راپورته کېدو وروسته د سیند صوبايي حکومت د پېښې دپاره پلټنيزه کميټي اعلان کړې، او پرون یې د دغه کمېټۍ رپورټ هم مطبوعاتو سره شريک کړی دی.
د ياد رپورټ ترمخه، ډاکټر شهنواز چې د عمرکوټ په ضلعي روغتون کې ډاکټر وو، په 17م ستمبر په هغه تور لګول شوی چې په ټولنيزو رسنيو یې د مذهب د سپکاوي پوسټ کړی وو، پرضد یې احتجاج شوی او بيا د هغه پرضد مقدمه درج کړل شوې وه.
د رپورټ ترمخه ډاکټر بيا د عمرکوټ څخه وتلی، د عمرکوټ او ميرپور خاص ضلعې پوليس پسې لګېدلي، معلوم کړی یې وو، کراچۍ ته پسې رسېدلي، د دلته نه یې بوتللی او د شپې يې په جعلي مقابله کې وژلی دی، او دغه مقابلې ته د قانوني بڼې ورکولو هڅه یې کړې خو پاتې پکې راغلي دي.
په رپورټ کې دا هم ويل شوي، په سبا له بيا په ځايي کچه خلکو دغو پوليسو ته هيروګان، اتلان ويلي او د هغو ستاينې یې کړي دي.
پلټنيزې کمېټۍ په سپارښتنو کې ويلي، د ډاکټر کورنۍ دې خپل بيان ريکارډ کړي او مقدمه دې درج کړي.
او د کورنيو چارو وزير ويلي، د سپريم کورټ د حکم ترمخه، په يو جرم کې يوه مقدمه درج کېدی شي ځکه حکومت به هڅه کوي د ډاکټر کورنۍ مقدمه درج کړي او که هغوی یې نه درج کوي بيا به د سرکار په مدعيت کې درج کولی شي.
ضيا الحسن لنجار دا هم ويلي، د دې به پلټنې کولی شي چې ډاکټر شهنواز د مذهب سپکاوی کړی هم وو، که نه؟.