ګنډاپور ويلي، د يو ډز په ځواب کې به لس ډزې کوي، عطا تارړ یې غندنه کړې

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، که نور پرې چا يو ډز وکړو، دوی به پرې لس ډزه کوي، نوموړي د انقلاب اعلان کړی دی. ګنډاپور په پېنډۍ کې د جلسې څخه منع کولو وروسته دغه خبره کړې ده. د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ د ګنډاپور بيان غندلی دی.

علي امين ګنډاپور ويلي، "نن داسې وخت راغلی چې په مونږ ډزې کیږي، زمونږ دوه کارکنان ژوبل شوي، پنجاب ته د داخلېدو سره سم په مونږ شېلونه، ډزې شوي او ګرنېډونه راباندې غورځول شوي دي".

نوموړي په فېس بک خپره کړې ويډيو کې نوموړي ويلي، "د نن نه وروسته که چا ډز وکړو، په هغه به ډز کولی شي، که چا پرې يو ډز وکړو، دوی به پرې لس ډزه کوي، او د هر څيز جواب به يو په لس ورکوي".

نوموړي د پښتونخوا په خلکو غږ کړی چې "ټول قبايل زمونږ په پارټۍ کې دي، په ټولو قبايلو کې جرګې وکړئ، ټول يو شئ، د نن نه وروسته که مونږ ځو، او څوک ګڼي چې پنجاب زمونږه دی او مونږ وهي، نو ځان ته مرګ ته تیار کړي".

هغه ويلي، "دا وروستی خبردای دی، ادارې دې په مينځ کې نه راځي، زه په رسمي ډول د انقلاب اعلان کوم، ځکه د انقلاب نه علاوه بله لار نه ده پاتې".

خو نوموړي د انقلاب په اړه تفصیل نه دی ویلی.

د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ ويلي، د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور پارونکی بيان د هغه د کمزورې حکومتولۍ او نااهلۍ څرګندونه کوي.

هغه د علي امين ګنډاپور بیان غندلی او د بلې نهمې مې تکرارېدل یې بللي دي.

تارړ ويلي، د ګنډاپور حکومت کله هم د تعليم، صحت، روزګار او اقتصادي پرمختيا په برخو کې سيالي نه ده کړې.

علي امين ګنډاپور په خپله فېس بک پاڼه تازه ويډيوي بيان پرون په 29م ستمبر خپور کړی دی، په 28م ستمبر پاکستان تحریک انصاف ګوند د راولپنډۍ په لياقت باغ کې جلسه اعلان کړې، خو په راولپنډۍ کې ځای په ځای لارې بندې کړل شوې وې او ويل شوي وو، د امنيت په خاطر دغه اقدام پورته کړل شوي وو.

لياقت باغ ته د رسېدو نه وړاندې د پاکستان تحريک انصاف غړو د مخې نيولو دپاره په دوی اوښکې بهيونکی ګېس ورول شوی، او علي امين ګنډاپور په برهان انټرچېنج د احتجاج ختمولو اعلان کړی وو.

له دغې وړاندې نوموړي ويلي وو، په هر صورت به پېنډۍ ته رسي، د پنجاب حکومت چې څه کولی شي ودې کړي.

او بيا د پنجاب حکومت د اطلاعاتو وزيرې عظما بخاري ويلي وو، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا ګواښونه وي، او په پېنډۍ يې د بريد او فساد جوړولو تابيا کړې ده، خو دوی ته سبک ورکړل شي او په پنجاب به یې ورختو ته پرې نه ږدي.

د پاکستان پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرتابه او پنجاب کې د مسلم ليګ ن ګوند حکومت په يو بل سختې نيوکې کړې وې.

له دې وړاندې په اتم ستمبر د اسلام اباد سنګجاني کې ترسره شوې د پي ټي آی جلسې ته وینا کې د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور خپله وینا کې ویلي وو، که له یوې نیولی تر دوو اوونیو پورې عمران خان په قانوني توګه خوشی نه کړل شو نو بیا به پي ټي آی په خپله هغه راخوشی کړي.