ذبيح الله مجاهد دعوه کړې، افغانستان کې د داعش خراسان برید کوونکي د پاکستان د بلوچستان صوبې څخه ورغلي وو

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې، د دويم ستمبر په کابل کې بريد او نورو بريدونو کې ککړ کسان یې نيولي، په هغو کې د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سيمه کې روزل شوي د داعش وسله وال شامل دي. پاکستان د طالبانود وياند بيان ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، د طالبانو "د ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري".

هغه دعوه کړې دوی "هم په افغانستان او هم په نورو هیوادونو کې له دې نوو مراکزو څخه بریدونه سرته رسوي او هم په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علماء کرام او د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نخښه کوي او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو لپاره کار ترې اخیستل کېږي".

پاکستان سمدستي دغه بيان ته غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې پاکستان تل داسې دعوې کړي او تورونه لګولي، چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي، په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې، او پاکستان تور لګوي، تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او وايي، پاکستان دې د خپلې ناکامۍ زمه واري په بل نه ور اچوي.

په 27م ستمبر د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو غونډې ته په وينا کې وويل، په افغانستان کې د طالبانو موقت حکومت باید له نړۍ سره کړې ژمنې پوره کړي او د ښځو د حقونو او ترهګرۍ ضد اقدامات وکړي.

هغه ويلي وو، د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د غیرفعاله کولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي، په ځانګړې توګه د هغو ترهګرو ډلو خلاف اقدامات وکړي، چې تر پولې پورې غاړهېپه ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرۍ ذمه واره دي.

د نوموړي په خبره، "په دغو ډلو کې داعش، القاعده، ټي ټي پي فتنه الخوارج، مجید بریګېډ، بي ایل اې او نورې ترهګرۍ ډلې چې له بده مرغه پر افغان خاوره لیدل کېږي".

ذبيح الله مجاهد ويلي، د دويم ستمبر په کابل کې ځانمرګي بريد کې ککړې ډلې مهم غړي یې نيولي دي.

کابل کې په دويم ستمبر شوي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د طالبانو وياند زياته کړې، د دغه ډلې غړي په کابل کې په يو شمېر بريدونو او باميانو کې په خارجي سېلانيانو بريد کې لاس درلود، په ننګرهار او کابل کې د دوی پرضد عمليات شوي دي.

هغغه زياته کړې، د دغه ډلې يو تاجکستانی غړی یې نيولی، او په پلټنو کې معلومه شوې چې د دويم ستمبر بریدګر "د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی وو".
د مجاهد په خبره، "په کابل او فاریاب ولایتونو کې په یو لړ نورو عملیاتو کې د فتنګرو دوه کسه وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي. په دوی کې هم یو شمېر داسې کسان شته چې تازه د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته را ستانه شوي وو".