د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمه سوات کې تېر ماسخوتن ناوخته د پوليسو په يوه پوسته وسله وال بريد کې يو اهلکار ژوبل شوی دی. د شپې په وخت ځايي خلک وسله په لاس د وسله والو ضد د پوليسو د ملاتړ دپاره راوتلي دي.
د سوات پوليسو يو چارواکي وي او اې ډیوه ته وویل، ماسخوتن خواوشا نهه بجې د مټې تحصيل د چُپريال تاڼې په حدودو کې د غره نه د پوليسو په چيک پوسته ډزې شوي او يو سپاهي پکې ژوبل شوی دی.
هغه وویل، د ژوبل سپاهي روغتيايي حالت ښه دی. په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
د یادې پېښې وروسته په دوو نورو ځايونو کې هم د ډزو ويل شوي، خو پوليس یې تاييد نه دی کړی چې دغه بريدونه شوي دي.
په چُپريال کې په پوليسو د ډزو وروسته ځايي خلک د پوليس مرستې له وسله په لاس راوتلي دي.
د سوات د پوليسو مشر [ډي پي او] بادشاه حضرت ویلي، پوليس د ولس د مال او ځان ساتنه کوي، ځکه دوی په لومړي صف کې ولاړ دي، او دوی هر ډول حالاتو ته تیار دي.
هغه زیاته کړې، چې قوم ورسره ولاړ وي او د پوليس ځوانانو حوصلې لوړې وي، دغه ډول حمله کوونکي به راځي او هم په مخه به ځي، خو دوی به خپله ډيوټي کوي، او د ولس ودرېدلو سره د پوليسو حوصله سېوا کيږي.
دا تازه پېښه په داسې وخت کې شوې چې درې ورځې وړاندې په 27م ستمبر د سوات قامي جرګې په اعلان د مينګورې په نشاط چوک کې د امن غوښتنې او ترهګرۍ غټه جلسه شوې، د زرګونو په شمېره کې پکې خلکو ګډون کړی وو.
د امن غوښتنې دپاره جلسې نه وړاندې په 22م ستمبر د سوات ملم جبې ته د بهرنيو سفارتکارو د قافلې سره روان، په ساتنه مامور پوليس ګاډي څنګ ته چاودنه شوې، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی، او څو نور ژوبل شوي وو.
له دغې پېښې دوه ورځې وروسته د مټې په علاقه کې د شپې په وخت په پوليسو ډزې شوې، درې پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي وو، او په ځوابي ډزو کې د دوو حمله کوونکو د وژل کېدو ويل شوي وو.
په سوات کې د کال 2022م د اګست په مياشت کې وسله وال ښکاره شوي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو، ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه، چې دوی وسله والو نيولي وو.
له دغې وروسته هم د دغه کال ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.
د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې په اګست 2022م کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو.
د وسله والو ښکاره کېدو او پېښو وروسته په سوات کې د ولسي پاڅونونو لړۍ پيل شوې کومه چې تراوسه پورې روانه ده.
په سوات کې دغه پېښې وروسته له هغې شوې چې د کال 2021م په 28 نومبر ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د څو بريدونو زمه وارۍ یې هم منلې وې.