علي امين ګنډاپور او منظور پښتين په امنيت او سيمې په مسلو غږېدلي

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پښتين ليدلي، د امنيت او سیمې په مسلو غږېدلي دي.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشاور بېرسټر سېف پرون په 30م ستمبر ويلي، منظور پښتين په وزيراعلا هاوس کې د علي امين ګنډاپور سره ليدلي دي.

د نوموړي په خبره، منظور پښتين د 11م اکتوبر پښتون قامي عدالت په اړه وزيراعلا خبر کړی دی.

خو دا نه دي ویل شوي چې پښتين د صوبې وزيراعلا ته د پښتون قامي عدالت په جرګه کې د ګډون بلنه هم ورکړې ده.

د بېرسټر سېف په خبره، وزیراعلا په صوبايي معاملاتو، امن و امان، ولس د ځان او مال د ساتنې، او صوبې سره امتيازي سلوک په اړه د حکومت اقداماتو په اړه خبرې کړي دي. خو بيان کې د امتيازي سلوک په اړه تفصيل نه دی ویل شوی.

منظور پښتين او پښتون ژغورنې غورځنګ د وزيراعلا سره ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د پي ټي اېم مشر په داسې وخت کې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا سره ليدلي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ په 11م اکتوبر د پښتون قامي عدالت د جرګې راجوړولو اعلان کړی، په خېبر ضلعه کې یې د دغه قامي عدالت د جرګې دپاره ځای ټاکلی او منظور پښتين د دغه ځای پرانسته هم کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر حاجي عبدالصمد وايي، جرګه یې رابللې، په دې کې چاته هم خطره نشته، دوی د مسلو او مصيبتونو د حل دپاره جرګې کوي، پښتون وطن د 40 کالو راهسې د ناامنۍ سره مخ دی، کاروبار او اقتصاد یې تباه شو، د پي ټي اېم د جرګې نه حکومت او رياست ته هيڅ خطره نشته.

خو نوموړي تور لګولی، د دوی د جرګې سبوتاژ کولو او ناکامه کولو هڅې کيږي، په دوه درې ورځو کې دوی محسوس کړي چې د منظور پښتين د وژلو پروګرام یې جوړ کړی، دوی په پاړاچنار کې خلک نيولی پېښور کې یې کسان نيولي دي.

نوموړي دعوه کړې، دوی د استخباراتي ادارې [آی اېس آی] کسان سره د وسلې نیولي دي. د عبدالصمد دغه تور ته حکومت يا پوځ تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

پي ټي اېم تل د پاکستان په پوځ او رياست تور لګولی چې د پښتنو په خاوره یې ناامني جوړه کړې ده، او د پښتنو وسايل لوټل کيږي.

که څه هم د پي ټي اېم تورونو ته په وروستيو کې د حکومت يا پوځ لخوا کوم غبرګون نه دی ويل شوی، خو پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي او د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور يو ځل ويلي وو، د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په په پي ټي اېم یې تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

خو پي ټي اېم هم تل دغه تورونه رد کړي او وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

منظور پښتين د 11م اکتوبر د پښتنو د قامي عدالت لګولو اعلان په 12مه جولای شمالي وزيرستان کې د خپل ملګري او پي ټي اېم د فعال وژل شوي غړي ګيله من وزیر په جنازه راجوړې غونډې ته په وينا کې کړی وو.

هغه ویلي وو، په دې جرګه کې به اعلامیه نه جاري کوي، فيصله به کیږي، خو د فيصلې وضاحت یې نه وو کړی چې څه فيصله به کيږي.

منظور پښتين د 11م د قامي عدالت په نوم جرګې دپاره د خېبرپښتونخوا په زياترو سيمو ګرځېدلی او د غورځنګ له مخې، دوی ټولو پښتنو ته بلنه ورکړې ده.