پاکستان تحریک انصاف ګوند، پي ټي آی نن د جمعې په ورځ د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج اعلان کړی، خو د کورنيو چارو مرکزي وزير خبرداری ورکړی چاته به په اسلام اباد د ورختلو اجازه ور نه کړي او که چا هڅه وکړه، نرمي به ورسره ونه کړی شي.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه، اسلام اباد او راولپنډۍ کې غټ سړکونه په کنټېنرو بند کړل شوي دي، 144 ماده لګول شوې او د سکولونو بندولو اعلان هم شوی دی.
ويل شوي، د خېبرپښتونخوا نه اسلام اباد پله تلونکی موټر وی هم په برهان انټرچېنج بند کړل شوی دی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي تېر ماسخوتن ناوخته مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، په اسلام اباد کې 144 ماده لګول شوې، پوځ او رېنجر ځواک راغوښتل شوی دی.
نوموړي د تحريک انصاف په مشرتابه غږ کړی چې د احتجاج په اعلان دې نظر ثاني وکړي، خو ورسره یې خبرداری هم ورکړی که چا مظاهره وکړه، نو نرمي به ورسره ونه کړل شي.
بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې صدر او وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، هغه به د خېبرپښتونخوا نه د قافلې مشري کوي او په هر صورت به اسلام اباد کې ډي چوک ته رسي.
هغه ویلي، احتجاج نه ځنډوي تياريانې یې پوره دي، او هغه هم خبرداری ورکړی که چا پرې تشدد وکړو، زمه وار به یې هم هغه وي.
محسن نقوي ويلي، د ملايشيا وزيراعظم د پاکستان په سفر دی، د سعودي عرب پلاوی را روان دی، بيا د چین صدر پاکستان ته راځي، او د شنګایی همکارۍ تنظيم غونډه هم اسلام اباد کې کیږی.
نوموړي زياته کړې، پي ټي آی ته وايي، چې سیاست وکړي خو په داسې وخت کې نه چې بهرني مشران پاکستان کې موجود دي.
درې ورځې وړاندې پاکستان تحریک انصاف ګوند د عدليې د ازادۍ په نوم په ملک کې د احتجاجونو اعلان کړی، او د اسلام اباد په ډي چوک یې د احتجاجي مظاهرې ويلي وو.
پي ټي آی سبا د پنجاب صوبې په نورو سيمو کې هم د احتجاجونو اعلان کړی دی.
ويل شوي، د پنجاب صوبې په بېلابيلو ښارونو کې هم 144 ماده لګول شوې ده.