رپوټ: پښتونخوا کې سږ کال پر پوليسو په 228 بريدونه کې 100 پولیس وژل شوي

د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې (سي ټي ډي) په خپل تازه راپور کې ويلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه ايالت کې پر پوليسو ۲۲۸ بريدونه شوي چې له امله يې شاوخوا ۱۰۰ پوليس وژل شوي او له ۱۷۰ زيات ژوبل شوي دي.

د پاکستان حکومتي خبري ایجنسۍ اې پي پي (اسوشيېټيډ پرېس اف پاکستان) د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې د راپور په حواله ليکلي چې په خيبر پښتونخوا کې د روان ۲۰۲۴ کال د ستمبر مياشتې تر پايه ۴۹۲ بريدونه شوي دي.

دغې ادارې ادعا کړې چې بل خوا په همدې موده کې په خيبر پښتونخوا کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پوليسو په هدفي عملياتو کې ۲۰۳ وسله وال وژل شوي او ۶۱۲ ژوندي نيول شوي دي.

راپور کې ويل شوي دي چي د سي ټي ډي غړو د ۲۰۲۴کال له پيل څخه بيا د سپټمبر مياشتې تر پايه د ترهګرۍ ۱۰۴ بريدونه شنډ کړي او دوه ځانمرګي بريدګر يې خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې نيولي دي.

سي ټي ډي زياتوي چې له نورو قانون پلي کوونکو ادارو سره په ګډه يې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ۲۲۳۲ عمليات کړي او په لوی شمېر کې يې وسله او مهمات ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو په ګډون د هغه ايالت په يوشمېر نورو سيمو کې هم په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې په ځانګړې توګه پوليس په نښه کېږي او پردې سربېره هدفي وژنې او د خلکو تښتول هم زيات شوي دي.

د سياسي او امنيتي چارو شنونکي عيسی خان ترين امريکا غږ ته وويل چې پوليس په ولس کې دننه کار کوي او په لارو کوڅو کې ولاړ وي نو د وسله والو لپاره د هغوی په نښه کول نسبتاً اسان وي.

هغه وويل: "د پوليسو اساسي کار د ترهګرۍ خلاف جنګ نه دی بلکې هغوی په ټولنه کې د جرايمو د مخنيوي او د قانون پلي کولو لپاره روزل شوي وي. بل خوا پوليس هغسي وسلې او تجهيزات نه لري چې د ترهګرو خلاف وجنګېږي يا د هغوی موثره مخنيویوکړي."

ترين زياته کړه چې پوځ او سرحدي ځواکونه له ولسه ليرې په خپلو مرکزونو يا چاوڼيو کې وي، نو د وسله والو ډېر زور نه ورباندې رسېږي، خو د هغه په وينا د پوليس تاڼې او دفترونه بيا د ښار په منځ کې وي چې په اسانه هدف ګرځېدای شي.

بل خوا د امنيتي چارو پوه او ليکوال فخر کاکاخېل وايي چې د خيبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ د دغه ايالت له قبايلي ولسواليو سره شريکه پوله لري نو ځکه په جغرافيايي توګه "زيان پذيره" دي.

نوموړی زياتوي: "هلته بېخبنا او ادارې هم کمزورې دي او پوليس پرمختللي وسايل او سالمه روزنه نه لري."

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پنځمه (وږی ۱۵) په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په دغه هېواد کې پوځ،پوليس او نورې قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.