پاکستان کې په پښتون ژغورني غورځنګ بندیز ولګول شو

پاکستاني رسنۍ وایي د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې په غورځنګ یا پي ټي ایم بندیز ولګولو.

د کورنیو چارو وزارت په ټي ایم دا بندیز په داسې حال کې لګولی چې یاد تحریک د قامي عدالت په نوم په ۱۱م اکتوبر د پښتنو قامي جرګه خېبر ضلعې ته رابللې ده اؤ ددې جرګې لپاره یې ټول انتظامات سرته رسولي دي.

څېړونکي وایي په پي ټي ایم له بندیز لګول کېدو وروسته دا تنظیم اوس په قانوني توګه هیڅ فعالیت نه شي کولی اؤ ښیي حکومت یې د ۱۱م اکتوبر د جرګې مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د حکومت دې ګام ته سخت غبرګون ښودل شوی اؤ په ټولنیزه رسنۍ ایکس د پښتون ژغورنې غورځنګ د رسمي اکاونټ نه ټویټ شوی چې" دا وړومبی ځل نه دی چې مونږ د پاکستان په ریاست کې پښتون مخالفه تعصب وینو"

پي ټي ایم ویلي د بابړې د قتل عام نه راواخله په خدایي خدمتګارو د بندیز پورې اؤ تر ننه د پښتنو هر سیاسي فعالیت ته د پاکستان ریاست د دښمنۍ په سترګه ګوري.

د کورنیو چارو د وزارت له لوري په پي ټي ایم د لګول شوي بندیز په اعلامیه کې ویل شوي چې دا تنظیم په ملک کې امنیت لپاره خطره ده.

د اعلامیې له مخې په پي ټي ایم دا بندیز د 1997 دترهګرۍ د مخنیوي د قانون د 11BK دفعې د لاندې لګول شوی دی.

وي او ای ډیوه په دې حکومتي اقدام د پي ټي ایم د مشر ښاغلي منظور پښتین د نظر اخستو لپاره هغه سره د تماس نیولو هڅه وکړه اؤ د واټساپ له لارې یې هم پېغام ور ولېږلو خو د هغه واټساپ اؤ ټيلي فون هیڅ ځواب ونه ویلو.

خو پښتین په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې ویلي چې ډېر ژر به په دې اړه ویډیویي پیغام جاري کړي. هغه د یو بل چا د لیکنې په جواب کې چې پي ټي اېم یې شهباز شریف ته په رایه ورکولو تورن کړی، لیکلي دي چې پي ټي اېم هېڅکله پارلېماني ووټ کې ندی شامل شوی، بلکې "هر حکومت د پوځي جرنیلانو په حکم باندې ورباندې ظلم جبر کړی، مګر [پي ټي اېم تحریک] نه د اودرېدو نوم یادوي او نه به واپس ګام کیږدي. مزاحمت به جاري پاته شي."

ایا د پي ټي ایم لخوا رابلل شوې جرګه به اوس وشي؟

په اسلام اباد کې میشت وتلی خبریال طاهر خان وایي د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ادعا شوې ده چې د پي ټي ایم ځينې کارونه اؤ فعالیتونه د امن سره په ټکر دي خو نوموړی زیاتوي چې ددې باوجود پي ټي ایم دا حق لري چې د کورنیو چارو د وزارت ددې اقدام په ضد د عدالتونو دروازه وټکوي.

ښاغلی طاهر خان وایي دا چې اوس په پي ټي ایم د حکومت لخوا بندیز لګول شوی نو تر دې وروسته به دا ډله هم د نورو ناقانونه ګرځول شوؤ ډلو په څېر د فعالیتونو اجازه ونه لري .

هغه وایي پي ټي ایم به اوس په قانوني توګه ددې جوګه پاتې نه شي چې په ۱۱م اکتوبر خپله رابلل شوې جرګه وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د حکومت لخوا په پي ټي اېم بندیز غندلی او په یو ټوېټ کې یې ویلي، ٫٫ یوه داسې ډله چې کله یې هم تشدد نه دی کړی او یواځې د اېین او قانون لاندې خپل حقونه غواړي. د حکومت لخوا دغه سخته فیصله سمه نه ده. باید حکومت خپله دغه فیصله بیرته واخلي او پي ټي اېم ته د خپلې پرامنه لار اجازه ورکړي.٬٬

د اېچ ار سي پي په دغه بیان کې د علي وزیر د نیولو هم غندنه شوې او د حکومت نه د هغه د خوشي کولو غوښتنه شوې.

پېښور کې قانون پوه او سیاسي فعال طارق افغان وایي چې د حکومت دا ګام چې پي ټي اېم یې کالعدم وګرځولو، دا به نفرت خپور کړي.

له بندیز وروسته پي ټي ایم سره څه لاره پاتې ده؟

په پېښور کې میشت وتلی خبریال اؤ څېړونکی محمود جان بابر هم وایي چې دې حکومتي اقدام وروسته داسې نه ښکاري چې پي ټي ایم به په ۱۱م اکتوبر قامي جرګه وکړل شي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بابر وویل،دا وړومبی ځل نه دی چې پاکستان کې په یو تنظیم یا ګوند پابندي لګول شوې ده بلکې دې نه وړاندې هم مختلفو وختونو کې په بیلابیلو تنظیمونو اؤ ګوندونو بندیزونه لګول شوي دي.

هغه وایي د حکومتي بندیزونونه نه د ځان بچ کولو لپاره اکثره بیا د بندیز سره مخ شوي تنظیمونه اؤ ګوندونه په نورو نومونو خپل فعالیتونه په مخکې وړي اؤ پي ټي ایم که اوس له دې وروسته فعالیت کول غواړي نو خپل نوم به ورته بدلول وي .

خو د محمود جان بابر په خبره پي ټي ایم که پخپل نوم فعالیت کولو نو هم په مقتدره طبقې ښه نه لګیدو اؤ که په بدل نوم فعالیت وکړي نو هم دې تنظیم ته به د خپل کار په مخکې د بوتلو اجازه ورنه کړل شي.

"که پي ټي ایم د هر نوم لاندې کار کوي خو که دده ایجنډه اؤ خبره هم هغه وي کومه چې مخکې کوله نو بیا به پرې بندیز لګي اؤ بیا به کار نه شي کولی ، جلسه اؤ جلوس به یې بند وي ، څنګه چې مخکې بند ؤ ، بیا به هم بند وي"

خبریال طاهر خان وایي ددې حکومتي اقدام نه وروسته پي ټي ایم اوس قانوني حق نه لري چې یوه غونډه وکړي اؤ یا ددې تنظیم نوم په رسنیو کې واخستل شي.

د طاهر خان په خبره "ددې فیصلې نه وروسته ګمان نه کووم چې حکومت به هغوي ته (د جرګې کولو) اجازه ورکړي ځکه چې د مرکزي حکومت کومه فیصله ده هغه په صوبایي حکومتونو اؤ د ضلعو په انتظامیو هم لاګو کیږي".

د حکومت کمزوري دلایل:

طاهر خان وایي اوس داسې نه ښکاري چې پي ټي ایم به په ۱۱م د اکتوبر خپله رابلل شوې جرګه وکړي.

هغه وایي که په بل نوم هم اوس پي ټي ایم فعالیت کوي نو زیات امکان شته چې بیا پرې هم بندیز ولګي.

هغه وایي د کورنیو چارو د وزارت اعلامیه ډیره کمزورې ښکاري اؤ دلایل یې ضیعف دي ، که چرې پي ټي ایم د دې پرېکړې خلاف عدالت ته لاړ شي نو د مرکزي حکومت لپاره به ډیره مشکله وي چې په عدالت کې د خپلو هغو دلیلونو نه دفاع وکړي یا یې ثابت کړي کوم چې یې په اعلامیه کې راوړي وي.

محمود جان بابر بیا وایي د حکومت لخوا په پي ټي ایم د بندیز لګولو سره د پي ټي ایم په جرګه ډیر غټ اثر پریوتی شي ځکه چې یو خو دوي اوس په قانوني توګه ددې غونډې جوړولو وړتیا نه لري اؤ بل کومو ګوندونو یا تنظیمونو ته چې یې جرګه کې دګډون بلنې ورکړي هغوي به هم د یو ناقانونه تنظیم په غونډه کې ګډون کولو ته زړه ښه نه کړي

پښتون تحفظ موومنټ د روانې میاشتې په ۱۱مه نیټه د قامي عدالت په نوم خېبر ته د پښتنو یوه استازې جرګه رابللې چې ددغه جرګې لپاره پي ټي ایم د صوبې ټولو سیاسي ګوندونو ، تنظیمونو اؤ د مدني ټولنو استازو ته بلنې ورکړې دي.

پي ټي ایم وایي د جرګې له لارې به نړۍ ته د پښتنو وطن کې په جنګونو اؤ ترهګرۍ کې د وژل شوؤ اؤ بې درکه کړل شوؤ پښتنو کره شمیرې وړاندې کړي اؤ نړۍ به له حقایقو خبر کړي.

پي ټي ایم د خپلې جرګې لپاره د پېښور سره نزدې په ریګي للمه سیمه کې کمپ لګولی چې په دغه انتظامي کیمپ هم تېره اوونۍ څو ځله پولیسو یرغل کړی ؤ اؤ د پي ټي ایم د پلویانو لخوا لګول شوې خیمې یې سوځولې وې.

منظور پښتین له وړاندې ویلي چې هغه اؤ پلویان به یې په اوچ زور د پښتنو رابلل شوې قامي جرګه کوي.