د کراچۍ د هوايي ميدان نه بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي

د کراچۍ د نړيوال هوايي ميدان بهر چاودنه شوې

‎د پاکستان د غټ اقتصادي ښار کراچۍ د نړ‎یوال هوايي میدان (ایيرپورټ) نه بهر زوروره چاودنه شوې، پوليس چارواکي پېښه کې دوه کسان وژل شوي او د امنيتي اهلکارو په ګډون څو تنه ژوبل شوي دي.

د پېښې په ځای د کراچۍ ښار د ختيځ زون د پوليسو مشر [ډي آی جي] غلام اظفر مېهسر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل،"د پېښې په ځای ډېر ګاډي اغېزمن شوي خو دا نه شي ويل کېدی چې په کوم ګاډي کې څه شوي دي، خو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او د هغو پېژندګلو کولی شي".

هغه وويل، "په پېښه کې څوک په هدف وو يا څوک په هدف کړل شوي دي، دا ويل به د وخت نه وړاندې وي".

پوليس افسر زياته کړه، "ابتدايي اطلاع دا ده چې د تېلو په ټېنکر اور لګېدلی، څو ګاډي يې ښکار شوي د هغې له امله ډېر تاوان شوی دی، پلټنې پيل کړل شوي چې دا ترهګري ده که نوره کوم تخريب کاري شوې ده".

‎د چاودنې ځای ته د وي او اې ډیوه ورغلي خبریال لیدلي، چې اور وژونکي ګاډي د اور د وژلو هڅې کوي. یو عیني شاهد وي او اې ډیوه ته ویلي د پېښې ځای ته چې څنګه نزدې شو نو چاودنه وشو.

‎بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي د چاودنې زمه واري منلې او دعوہ یې کړ‎ې، د چینایي اینجینیرانو قافله باندې یې ځانمرګی برید کړ‎ی دی.

د پاکستان حکومت یاده ډله غېر قانوني ګرځولې. دغه ډله په بلوچستان صوبه کې د چینايي پنګو مخالفت کوي او وايي د پاکستان نه د جدا کېدو مبارزه کوي.

‎د وي او ای ډیوه فېس بوک، وېبپاڼې، اېکس او انسټاګرام سره د تازه معلوماتو لپاره وسېږئ.