چين د پاکستان نه بيا غوښتنه کړې د چینايي وګړو د امنيت دپاره دې کلک ګامونه پورته کړي
د امنيتي چارو کار پوهان وايي، د هوايي اډې نه بهر په چينايي قافله برید د امنيت په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي او څيړونکي وايي که پاکستان کې په چينايي حملې دوام ولري، پاکستان کې د چين پانګونې اغېزمنولی شي.
نور تفصیل د کراچۍ نه د ډيوه خبریالان فضل عزيز او ذوالفقار بېټنی په رپورټ کې وړاندې کوي.