پاکستان: طالبان دې په جمهوري ملک د بيان ورکولو په ځای خپلې کورنۍ مسلې هوارې کړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د پاکستان په اړه ورکړی بيان په کلکه رد کړی او ويلي یې دي، په افغانستان کې د واکمنه طالبانو عبوري حکومت دې د يو جمهوري حکومت په اړه بيان ورکولو په ځای خپلې کورنۍ مسلې هوارې کړي.

په شپږم اکتوبر افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په اېکس پوسټ کې ويلي وو، په ګاونډي هيواد پاکستان کې د حکومت او سياسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې، او دوام یې په ټوله سيمه اغېزې کولی شي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان په اړه بيان د پاکستان تحریک انصاف ګوند اسلام اباد کې د احتجاج په وخت ورکړل شوي، چې د خېبرپښتونخوا نه اسلام اباد ته تلونکې قافلې مخه نيول شوې او بيا اسلام اباد ته په رسېدو هم د تحریک انصاف د غړو او پوليسو ترمنځ نښتې شوې، په احتجاج کوونکو اوښکې بهيونکی ګېس شيندل شوی، او ګڼ یې نيول شوي وو.

د پاکستان چارواکو دعوه کړې، د تحریک انصاف په احتجاج کې شامل افغانان یې هم نيولي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وياندې پرون په اووم اکتوبر ويلي، پاکستان د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيان ردوي، دغه بيان د پاکستان په کورنیو چارو کې د قبلولو وړ نه دی د غندنې وړ دی.

هغې ويلي، افغانستان کې عبوري حکومت دې په يو جمهوري ملک [پاکستان] د لېکچر ورکولو په ځای خپلې کورنۍ مسلې هوارې کړي، ټولشموله حکومت ته دې پامر وګرځوي، او د مذهب د ګمراه کن تشريح په ځای دې د ښځو او جينکو دپاره د تعليم د حق سره د خپلو خلکو ضرورتونو او خواهشاتو دپاره جواب ورکول پکار دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې زياته کړې، په افغانستان کې عبوري حکومت دې ترهګرو ته د ځای ورکولو څخه انکار وکړي، د نړيوالې ورورولۍ سره کړې ژمنې ورته پوره کول پکار دي، او افغانستان دې يو ځل بيا د نړیوالې ترهګرۍ مرکز جوړ نه شي.

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت وياند په خپل بيان کې زياته کړې وه، د ولس جايزه غوښتنو پوره کولو ښه لاره خبرې اترې دي، وروستيو پېښو ثابته کړه چې د مذاکراتو نه انکار مسلې نورې پېچلې کوي.

هغه ويلي وو، د پاکستان په حالاتو ژور نظر ساتي.