منظور پښتين وايي، "پي ټي اېم نه خو د افغان طالبانو او نه د ټي ټي پي سره اړيکې لري"

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم منظور پښتين دا تورونه ردوي، چې د افغان طالبانو او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي سره اړیکې لري، او د بهر نه د فنډونو ترلاسه کولو تورونه هم ردوي. نوموړی وايي که پرضد یې کوم ثبوتونه وي، وړاندې دې کړل شي.

د پاکستان حکومت په شپږم اکتوبر پي ټي اېم لاقانونه ډله ګرځولې او دعوه یې کړې پي ټي اېم د ملکي امنيت دپاره خطره ده.

په اتم اکتوبر د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ په يو خبري کانفرنس کې وويل، "د کابينې د منظورې وروسته پي ټي اېم لاقانونه ګرځول شوې بنديز پرې لګول شوی او په شپږو مياشتو کې یې هلې ځلې د پاکستان مخالفه پاتې شوي، بهر هيوادونو کې یې د پاکستان په سفارتخانو حملې کړي او فنډونه ورته ترلاسه شوي دي".

نوموړي تور لګولی، "پي ټي اېم نه يواځې د تحریک طالبان افغانستان بلکې د تحریک طالبان پاکستان سره یې هم مکملې رابطې دي".

هغه دعوه کړې، د پي ټي اېم په اړه پلټنې کولی شي. د پي ټي اېم ضد له دې وړاندې د پاکستان حکومت او پوځ هم دغه ډول تورونه لګولي او پي ټي اېم رد کړي دي.

منظور پښتين وي او اې ډيوه سره ځانګړې مرکه کې وويل، "پي ټي اېم په دې سيمه کې د امن دپاره تر ټولو زيات کار کړی باوجود د دې چې د پي ټي اېم پرضد ظلم شوی دی، پي ټي اېم تل په پرامنه توګه احتجاج کړی دی د رياست دغه تور انتهايي ناروا دی چې پي ټي اېم امن ته خطره دی، پي ټي اېم خو امن غواړي".

پښتين وايي، "پي ټي اېم کله هم عسکريت پسندۍ پله نه دی تللی، البته په پښتنو ظلم زياتی شوی دی".

هغه وويل، "پي ټي اېم د ټي ټي پي يا افغان طالبانو سره هيڅ رابطې نه لري، البته پاکستان د دغو تنظيمونو سره ښه روابط لري، پاکستان د طالبانو دپاره په اسلام اباد کې سفارتخانه خلاصه کړې ده، د پي ټي اېم نه علاوه ټول ګوندونه هلته ورغلي، او پي ټي اېم پرې نيوکې کړي دي".

د بهر ملکونو څخه فنډونو ترلاسه کولو په اړه نوموړي وويل، "پي ټي اېم تراوسه پورې نه د يو ملک نه، او نه د يوې ادارې نه فنډ اخستی دی، پاکستاني رياست د پراکسي جګړې دپاره په اربونو ډالره اخستي دي".

نوموړي د خېبر ضلعې د مرستيال کمشنر لخوا د 144 مادې لګولو په غبرګون کې وويل، "پښتانه د جنګونو نه تنګ دي د امن دپاره راټوليږي دوی هغه هم نه پرېږدي دا 144 دفعه لګول انتهايي ناجايزه عمل دی، دا د پښتون وطن په امن حمله ده".

پښتين وویل، "په دوی د 2018م کاله راهسې تورونه لګي خو تراوسه یې پرضد کوم ثبوت وړاندې نه کړل شو، که ثبوت یې وی دوی [رياست] به مخکې وړاندې کړی وو، دوی او هم وايي که پرضد یې ثبوت وي، وړاندې دې کړل شي".

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې پي ټي اېم لاقانونه ګرځولی، د ټي ټي پي او افغان طالبانو سره د رابطو تورونه یې پرې لګولي چې پي ټي اېم په 11م اکتوبر خېبر ضلعه کې د پښتنو د قامي جرګې عدالت اعلان کړی، وايي تياريانې یې روانې کړي دي.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل د پاکستان په حکومت غږ کړی په پي ټي اېم بندیز او د غورځنګ د فعالانو په ضد د ترهګرۍ د قوانینو استعمال دې په سمدستي ډول ختم کړي.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم او پښتنو ملت پالو هم په پي ټي اېم د بنديز فيصله غندلې او د حکومت نه یې د دغه فيصلې بيرته اخستو غوښتنه کړې ده.

د پي ټي اېم د مشر منظور پښتين سره د وي او اې ډیوه مرکه دلته اورېدی شئ.