د پښتونخوا حکومت سرکاري ملازمين د پي ټي اېم جرګې ته د ورتګ څخه منع کړي، د جرګې ځای نيول شوی

د خېبرپښتونخوا حکومت سرکاري ملازمين د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم جرګې ته د ورتګ څخه منع کړي او ويلي یې دي، "ټولو سرکاري محکمو او ملازمينو ته خبر ورکړل کيږي چې د کوم لاقانونه ګرځول شوي تنظيم په پروګرام يا هلو ځلو کې ګډون ونه کړي". د پاکستان حکومت پي ټي اېم لاقانونه تنظيم ګرځولی دی.

بل لور ته د پي ټي اېم مشر منظور پښتين ويلي، "د پښتنو د ملي جرګې په خېبر ګراونډ باندې د پاکستاني زورواک چارواکو قبضه ده، د غټې میشنرۍ په وسیله د پښتنو د ملي جرګې ګراونډ کې خندقونه کیندي".

د پښتون قامي جرګې د اېکس اکاونټ په پوسټ کې ويل شوي، "پوځ نن زمونږ د جرګې په ميدان قبضه کړې، خو سبا به مونږ خپله خاوره د ازادۍ په ميدان بدله کړو، زمونږ مزاحمت نه يواځې روان دی بلکې هر ورځ نور سېوا کيږي".

د خېبرپښتونخوا حکومت، پوليسو او پوځ د پي ټي اېم د جرګې د ځای د نیولو په اړه په رسمي توګه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د پاکستان حکومت په شپږم اکتوبر پي ټي اېم لاقانونه ډله ګرځولې او دعوه یې کړې پي ټي اېم د ملکي امنيت دپاره خطره ده.

پرون په اتم اکتوبر د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ په يو خبري کانفرنس کې په پي ټي اېم د رياست مخالفت هلو ځلو او بهرنيو هيوادونو څخه فنډونو اخستو تورونه لګولي او ويلي یې دي، "پي ټي اېم نه يواځې د تحریک طالبان افغانستان بلکې د تحریک طالبان پاکستان سره یې هم مکملې رابطې دي".

هغه دعوه کړې، د پي ټي اېم په اړه پلټنې کولی شي. د پي ټي اېم ضد له دې وړاندې د پاکستان حکومت او پوځ هم دغه ډول تورونه لګولي او پي ټي اېم رد کړي دي.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پښتين دغه ټول تورونه رد کړي دي.

وي او اې ډيوه سره ځانګړې مرکه کې نوموړي وويل، چې پي ټي اېم د افغان طالبانو او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي سره اړیکې نه لري، او د بهر نه د فنډونو ترلاسه کولو تورونه هم ردوي. نوموړی وايي که پرضد یې کوم ثبوتونه وي، وړاندې دې کړل شي.

هغه وويل، "پي ټي اېم په دې سيمه کې د امن دپاره تر ټولو زيات کار کړی باوجود د دې چې د پي ټي اېم پرضد ظلم شوی دی، پي ټي اېم تل په پرامنه توګه احتجاج کړی دی د رياست دغه تور انتهايي ناروا دی چې پي ټي اېم امن ته خطره دی، پي ټي اېم خو امن غواړي".

نوموړي د خېبر ضلعې د مرستيال کمشنر لخوا د 144 مادې لګولو په غبرګون کې وويل، "پښتانه د جنګونو نه تنګ دي د امن دپاره راټوليږي دوی هغه هم نه پرېږدي دا 144 دفعه لګول انتهايي ناجايزه عمل دی، دا د پښتون وطن په امن حمله ده".

د پښتين په خبره، "په دوی د 2018م کاله راهسې تورونه لګي خو تراوسه یې پرضد کوم ثبوت وړاندې نه کړل شو، که ثبوت یې وی دوی [رياست] به مخکې وړاندې کړی وو، دوی او هم وايي که پرضد یې ثبوت وي، وړاندې دې کړل شي".

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې پي ټي اېم لاقانونه ګرځولی، د ټي ټي پي او افغان طالبانو سره د رابطو تورونه یې پرې لګولي چې پي ټي اېم په 11م اکتوبر خېبر ضلعه کې د پښتنو د قامي جرګې عدالت اعلان کړی، وايي تياريانې یې روانې کړي دي.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل د پاکستان په حکومت غږ کړی په پي ټي اېم بندیز او د غورځنګ د فعالانو په ضد د ترهګرۍ د قوانینو استعمال دې په سمدستي ډول ختم کړي.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم او پښتنو ملت پالو هم په پي ټي اېم د بنديز فيصله غندلې او د حکومت نه یې د دغه فيصلې بيرته اخستو غوښتنه کړې ده.