د پرون نهم اکتوبر د سترګو ليدلی حال، د پېښور نه څه کم د يو ساعت په تېرېدو خېېر کې د پي ټي اېم د قامي جرګې عدالت ځای په رسېدو ګورم، ډېر خلک د جرګې ځای ته ور روان او لږ ترې بيرته ستنیږي، خو د جرګې د مېدان څنګ ته غټه کنده يا خندق کيندل شوی کوم چې وړاندې نه وو.
د جرګې د ميدان څنګ ته د نهر په غاړه مې ګاډی ودرولو، د جرګې مېدان ته نزدې مې کېمره ولګوله، د جرګې غړي هم نزدې ولاړ وو، خو ورسره د جرګې ټول ميدان د پوليسو نه ډک او لرې لرې د ټولګو په شکل کې ناست دي.
زما په اندازه 500 نه زيات به پوليس او 1000 نه زيات به د جرګې ګډون وال وو.
پوليسو بکتر بند او د قېديانو ګاډي هم په څو ځايونو کې ودرولي، داسې ښکارېده چې غاړو ته ناست او ولاړ خلک مېدان ته ورتلل غواړي، خو څوک يې نه پرېږدي، کوم پوليس ځوان به چې مېدان ته ورتلو هڅه وکړه نو جرګې ځينې ځوانانو سره کوتکونه وو او دوی به يې ميدان ته نه ورپرېښودل، يو تن په منډه ميدان ته راکوز او سمدستي دې تنانو قابو کړ او بېرته يې ستون کړ.
ما لږ فوټيجز جوړ کړل، چاپېره چې کله مې وکتل چې خلک په ارام ناست دي پوليس هم او جرګې غړي هم غاړو ته ودرېدلي دي، ما هم دا غنيمت وګڼو چې مېدان کې ناستو او ولاړو پوليسو ته ورنېزدې شم او نورې ويډيوز جوړې کړم، چا سره خبرې وکړم او هم داسې وشو او ښه په قلار مې خپل کار وکړو تقريباَ څه نيم ساعت نه زيات کار مې وکړو .
بيا څه ګورم چې کوکي خيل قام مشر ملک نصير احمد چې سره د نورو سپين ژيرو او کشرانو په ميدان کې قبلې غاړې ته روان وو او پوليسو ورته وويل چې هلته ورشه او داسې نه پوليسو سره د پي ټي اېم تنان په لانجه شي.
ملک نصيراحمد چې کله قبلې غاړې ځوانانو نه راستون شو او ميدان ته راورسېدو نو پوليسو پرې غږ وکړو او په دې وخت کې ځينې نور ځوانان ملک پسې پوليسو خوا ته ورغلل او ځوانانو چغې هم وهلې، نو دې وخت کې يې ډزې وکړې او غوبل شو، په اول کې يې اوښوکې بهيونکی ګېس وکارول او بيا يې نېغې ډزې د جرګې په غړو وکړې.
په دې وخ کې زه هم د ميدان نه سره د کېمرې او بېګ وتښتېدم او خوا کې نهر کې په اوبو کې ورښکته شوم او هر سړی په دې هڅه کې وو چې نهر کې کښېني ځکه دا ځای ژور دی.
ما هم سر ښکته کړی چې په ډز ونه لګم او اوښکې بهيوونکي ګېس د لاسه مې سترګې سختې وسووزېدې، زړه مې خراب شو، ټرايي پاټ پاتې شو او مايک هم کېمرې نه پرېوتو او په ځان شوم، ډزې ډېرې شوې، نهر سره خوا کې د بلاکونو قلعه وه، هغې ته ورننوتم سره د نورو کسانو.
د باران په خچنو اوبو مې سترګې ووينځلې او په خولې مې تېرې کړې او راوچت شوم نو څه ګورم چې درېو تنانو يو تن په لاسو کې راخستی او چغې وهي چې ولګېدو راشئ ويې نيسئ راسره.
په دې وخت کې هم ډزې روانې دي او زياتره کسان بهر پوليس سره لګيا دي او څوک ليندو ګزارونه پرې کوي، څوک په لمن اوښکې پاکوي، چا سترګې د لوګو د لاسه پټې کړي او بهر تنان هم دغه غږونه کوي چې مخکې راشئ او مخکې راشئ، کسان لګېدلې دي.
زه په قعله کې دننه په کيکر بوټو کې وروان شوم او قلعه نه بهر ووتم نو ګڼ ځوانان مې وليدل، څوک سترګې مږي او څوک لېندو ګزارونه کوي او څوک ديوالونو خواګانو ته ناست دي چې په ډز ونه لګو خو په دې وخت کې مې خپل موبايل راويستو او يو څو فوټيجز مې د خلکو جوړ کړل او مخکې مې لږ مزل وکړو د ديوالونو خواګانو کې او کيکرو بوټو سره او ټيټ سر روان وم.
يو سر نه بل سر ته چې ورسېدم نو ميدان راته ښکاره شو او نهر هغې غاړې نه ځوانان چغې راوهي چې راځئ پوليس مو په شا وتمبول او داسې وه هم، پوليس رېګي ماډل ټاون پلو وتختېده او د جرګې ځوانان بيرته روان شو.
خو دغلته ځوانانو چغې وهلې چې موټر سایکل راولئ کس په ډز لګېدلی او داسې یې پينځه ژوبل تنه په موټر سايکلو يوړل.
په دغه وخت خلک بيا مېدان ته راغونډ شول، ځينې خلکو په نهر کې خپلې څپلۍ لټولې او چا نه نور شايان پاتې شوي وو او خلکو نه يو ځل بيا ميدان ډک شو او پوليسو له خوا د خاورو جوړ شوي بلاکونه ځوانانو لرې کړل او زه بيا خپل موټر خوا له راغلم او جرګې ځای نه راستون شوم.