ګنډاپور: د کومې مسلې حل د ټکر يا تشدد نه بلکې د خبرو د لارې ممکن دی

د وزیراعلا خېبرپښتونخوا په مشرۍ صوبه کې د امن دپاره جرګه کيږي

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د جرګې د لارې به د ورپېښو مسلو د پرامنه حل دپاره په لاره جوړولو کې کامياب شي، د کومې مسلې حل د ټکر يا تشدد نه بلکې د خبرو د لارې ممکن کېدی شي".

نن د اکتوبر په لسمه د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا په کوربه توب پېښور کې غټه جرګه کیږي، د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي پکې د مرکزي حکومت په استازيتوب په جرګه کې کډون کوي، ګورنر خېبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي، د سياسي ګوندونو مشران او استازي، د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي او نور پارليمنټيرينز هم په جرګه کې شريک دي.

دا جرګه په داسې وخت کې رابلل شوې چې پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم سبا په 11م اکتوبر خېبر ضلعه کې د پښتنو د قامي جرګې عدالت غونډه رابللې، د پاکستان حکومت په شپږم اکتوبر پي ټي اېم لاقانونه تنظيم ګرځولی دی.

پرون د پي ټي اېم د جرګې په ځای د پوليسو او جرګې د ګډون والو ترمنځ نښتې شوي، د پي ټي اېم په وينا درې غړي یې وژل شوي او د لسو پورې نور ژوبل شوي دي.

د دغه صورتحال جوړېدو وروسته د خېبرپښتونخوا وزيراعلا ويلي وو، نن به د سياسي ګوندونو غونډه رابلي.

ياده غونډه چې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا په مشرۍ روانه ده، ګنډاپور ویلي، "نن دوی سياسي ګوندونه د صوبې د امن دپاره راټول شوي، وګړي که تعلق یې د ولس سره وي يا ځواکونو سره، د هغوی د ځان او مال تحفظ زمونږ لومړۍ زمه واري او ترجيح ده".

هغه ویلي، "هيله لري چې د دغه جرګې د لارې به د ورپېښو مسلو د پرامنه حل دپاره په لاره جوړولو کې کامياب شي، د کومې مسلې حل د ټکر يا تشدد نه بلکې د خبرو د لارې ممکن کېدی شي".

د ګنډاپور په خبره، "د دې مقصد دپاره نن مونږ د پښتنو د رواياتو ترمخه جرګه رابللې، په جرګه کې شريکو ټولو سياسي مشرانو رايو او تجويزونو ته به درناوی ورکولی شي".

د وزيراعلا په مشرۍ غونډه کې د کورنيو چارو وزير او ګورنر نه علاوه د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ، د پيپلز ګوند محمد علی شاه باچا، د جماعت اسلامي پروفېسر ابراهيم، مرکزي وزير امیر مقام، د صوبايي اسبملۍ سپيکر او اپوزيشن مشر سره د اسمبلۍ نورو غړو او چارواکي هم ګډون کوي.

له دې وړاندې د ګورنر په مشرۍ هم دغه ډول غونډه شوې ده.