منظور پښتين: خېبر کې پښتون قامي جرګه نن پيليږي

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين او د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور مطبوعاتو سره خبرې کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين وايي، پښتون قامي جرګه به نن په 11م اکتوبر په خپل ټاکلي وخت او ځای په پرامن ډول پيليږي. پښتين او د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين دواړو مطبوعاتو سره خبرې کړي او د جرګې کېدل یې تاييد کړي دي.

د پاکستان حکومت بي ټي اېم کالعدم کړی، د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو سره د اړيکو او بهر هيوادونو څخه د پيسو اخستو تورونه یې پرې لګولي وو.

د پي ټي اېم مشر دغه ټول تورونه په کلکه رد کړي او د ثبوت وړاندې کولو غوښتنه یې کړې وه.

خېبر ضلعه کې د جرګې دپاره د څو ورځو نه تياريانې روانې وې، خو په نهم اکتوبر پولیسو د جرګې په ځای عمليات کړي، اوښکی بهيونکی ګېس یې پرې ورورولی او ډزې یې کړې وې.

په يادو ډزو کې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په وينا، د پي ټي اېم څلور فعال وژل شوي او لس ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې هم دوه ځله د جرګې د خلکو لرې کولو هڅه شوې وه.

Your browser doesn’t support HTML5

د پشتین او ګنډاپور مشترک کنفرنس: جرګه به پخپل وخت او ټاکل شوي ځای جوړیږي

خو پښتين ویلي، جرګه به په هر صورت کيږي. د شورو په ورځ د خېبر جرګې ته روانې قافلې هم ودرول شوې او د پي ټي اېم په وينا په مختلفو سيمو کې یې د 300 نه زيات غړي نيول شوي وو.

د پي ټي اېم ضد عملياتو په اړه د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي وو، د مرکزي حکومت په وينا هر څه شوي دي.

پرون بيا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د پي ټي اېم ضد عملیاتو وروسته د مشورې دپاره جرګه شوې، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د صوبې ګورنر او د سياسي ګوندونو مشرانو او استازو پکې ګډون کړی او د هغې وروسته وزيراعلا ويلي، جرګې ورته د پي ټي اېم سره د خبرو واک ورکړی دی.

وزيراعلا بيا ورغلی د پي ټي اېم منظور پښتين سره یې ليدلي، او دواړو بيا مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، جرګه به په خپل ځای او خپل ټاکلي وخت کيږي.

منظور پښتين وويل، د پښتنو جرګه به په پرامنه توګه کيږي، کوم کسان چې وژل شوي د هغو دپاره دعا وشوه او ټول خلک پرې خفه دي. هغه زياته کړه، دلته د دې وطن د حقونو او جرګو په حواله خبرې وشوې.

وزير اعلا وويل، دی به د جرګې کوربه وي او چې جرګې کومې غوښتنې وړاندې کړی هغه به پرې په هر ځای کې خبره کوي.

هغه زياته کړه، د جرګې هيڅ شرطونه نه دي اېښودل شوي، دوی د جرګې کامیابي غواړي، چې دا ټول عمل په خېر ترسره شي.