منظور پښتين جرګې ته وينا، په 13م اکتوبر به يوه تکړه پرېکړه ستاسو مخ ته پرته وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين په خېبر کې د پښتنو قامي جرګې په لومړۍ ورځ ناوخته د جرګې د ګډون والو ته په وینا کې وويل، "د خېبر د خاورې نه به ستاسو د امن او ستاسو د ښه ژوند زېری راپورته کيږي. 13م تاريخ ته به يوه تکړه پرېکړه ستاسو مخ ته پرته وي".

د پاکستان حکومت پښتون ژغورنې غورځنګ لاقانونه ګرځولی دی.

منظور پښتين ناوخته د جرګې په ځای وينا کې زياتې خبرې د جرګې د انتظاماتو په اړه وکړې او د پي ټي اېم په ځوانانو یې غږ وکړو چې په منظم ډول جرګه په وړاندې بوځي.

هغه وويل، "د ټولو ګوندونو سياسي مشران د جرګې په يو پنډال کې راټول شوي دي، پښتنو ځوانانو قربانۍ ورکړي دي، د لکونو په شمېره کې دې ځوانانو ته که امر وشي په پينځه ساعته کې هر څو ک د دې خاورې څخه ايستلی شي".

هغه زياته کړه، "د کشمیر نه يو وفد راغلی، وايي مونږ ټولو مظلومو قامونو دې جرګې ته سترګې نيولي دي، دا تاريخ دی چې په دې سيمه کې ظالم جابر پښتنو غورځولی دی، د ټولې دنيا قامونو سترګې دې جرګې ته دي".

د پښتين په خبره، "جرګه نن ځکه نه شوه شورو، چې د دې جرګې انتظاماتو ته اور واچول شو، شيلنګ پرې وشو، وژنې پکې وشوې. بيا هم انتظامات وشو"، هغه وويل، نن په 12م اکتوبر به د جرګې د لومړۍ او دويمې ورځې کارروايي سر ته رسولی شي.

نوموړي زياته کړه، "دې جرګې ته په راتګ پابندي وه، نن داسې ورځ وه چې دې جرګې ته په راتګ دوی ته دهمکي ورکړل شوې وه چې ستاسو شناختي کارډونه او پاسپورټونه به بلاک شي، د هغې باوجود د ټولو ګوندونو پښتانه مشران راغلل".

پرون د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند او نورو ګوندونو پلاوي د خېبر جرګې ته ورغلي وو.

عوامي نېشنل ګوند ويلي، د پارټۍ مرکزي مشر اېمل ولي خان به نن د خېبر جرګه کې ګډون کوي.

پرون د خېبرپښتونخوا وزیراعلا امين ګنډاپور هم جمرود کې د پښتون قامي جرګې ځای ته ورغلی او انتظاميې ته یې لارښوونه کړې، جرګې ته دې ټولې اسانتياوې برابر کړل شي.

په شپږم اکتوبر د پاکستان حکومت بي ټي اېم کالعدم کړی، او په اتم اکتوبر د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ په يو خبري کانفرنس کې تور لګولی، پي ټي اېم د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو سره د اړيکو او بهر هيوادونو څخه د پيسو اخستو تورونه یې پرې لګولي وو.

د پي ټي اېم مشر دغه ټول تورونه په کلکه رد کړي او د ثبوت وړاندې کولو غوښتنه یې کړې وه.

خېبر ضلعه کې د جرګې دپاره د څو ورځو نه تياريانې روانې وې، خو په نهم اکتوبر پولیسو د جرګې په ځای عمليات کړي، اوښکی بهيونکی ګېس یې پرې ورورولی او ډزې یې کړې وې.

په يادو ډزو کې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په وينا، د پي ټي اېم څلور فعال وژل شوي او لس ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې هم دوه ځله د جرګې د خلکو لرې کولو هڅه شوې وه.

خو پښتين ویلي وو، جرګه به په هر صورت کيږي. د شورو په ورځ د خېبر جرګې ته روانې قافلې هم ودرول شوې او د پي ټي اېم په وينا په مختلفو سيمو کې یې د 300 نه زيات غړي نيول شوي وو.

د پي ټي اېم ضد عملياتو په اړه د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي وو، د مرکزي حکومت په وينا هر څه شوي دي.

په لسم اکتوبر بيا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د پي ټي اېم ضد عملیاتو وروسته د مشورې دپاره جرګه شوې، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د صوبې ګورنر او د سياسي ګوندونو مشرانو او استازو پکې ګډون کړی او د هغې وروسته وزيراعلا ويلي، جرګې ورته د پي ټي اېم سره د خبرو واک ورکړی دی.

وزيراعلا بيا ورغلی د پي ټي اېم منظور پښتين سره یې ليدلي وو، او دواړو بيا مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، جرګه به په خپل ځای او خپل ټاکلي وخت کيږي.

وزير اعلا ويلي وو، دی به د جرګې کوربه وي او چې جرګې کومې غوښتنې وړاندې کړی هغه به پرې په هر ځای کې خبره کوي.