د ماه رنګ بلوڅ ضد کراچۍ کې د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه درج شوې

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د مشرې ماه رنګ بلوڅ ضد کراچۍ کې د ترهګرۍ او نورو مادو لاندې مقدمه درج کړل شوې ده، اغلې بلوڅ په اووم اکتوبر د کراچۍ په هوايي ميدان امریکې ته د تګ څخه راګوځول شوې وه.

پرون په 11م اکتوبر د اسدعلي نومې تن په مدعيت کې د ماه بلوڅ ضد د کراچۍ ملير ضلعې په قايداباد تاڼه کې مقدمه درج شوې ده.

په مقدمه کې تور لګول شوی، "ماه رنګ او ملګرو یې د کراچۍ په لانډي هسپتال چورنګۍ کې د ګډوډي جوړولو او امن خرابولو هڅه کړې، ځوانان او پېغلې یې د امنيتي ادارو ضد راپارولي، په ادارو یې سخت تورونه لګولي ګواښونه یې ورته کړي، او د اېوانونو ټيټ ښکاره کولو ناکامه هڅو کې بوخت ده".

په مقدمه کې د ګاونډي ملک د نوم ليکلو بغېر په ماه رنګ بلوڅ تور لګول شوی، چې "هغه د ګاونډي ملک د دښمن عناصرو سره په مکمله رابطو کې ده، د هغوی په وينا او فنډنګ او لارښونو هره ورځ د ملک په مختلفو برخو کې احتجاجونه او دهرنې کوي او په ځانګړي ډول د بلوچستان صوبې ليکلي لوستلي ځوانان سړي او ښځې راپاروي، د غير بلوڅو بلوچستان ته د تګ راتګ مخنيوی پرې کوي، بلوچستان کې مزدوران وژني، په خلکو کې د رياست ضد کرکه خوروي، په چينايانو حملې کوي، او د ماه رنګ د بلوڅ لاقانونه ګرځول شوو ډلو دپاره سهولت کاري کوي".

ماه رنګ دغه مقدمې ته په غبرګون کې په اېکس پوسټ کې ويلي، "په کراچۍ کې زما پرضد د پوليس غلطه يا جوړه کړل شوې مقدمه څرګندونه کوي چې رياست زما د پرامنه مبارزې څخه څومره بې ارامه دی، په ځانګړي ډول چې ټايمز مېګزين زما پېژندګلو کړې ده، داسې ډول غېر قانونه او غېر اييني اقدامات او د جبر خنډان ما د مبارزې څخه نه شي منع کولی".

هغې دعوه کړې، "دا ډول اقدامات د هغه منظمه کمپاين برخه ده چې نه يواځې ما ځوروي بلکې د دغه لارې د امنيتي ادارو د امن ټينګ ساتلو کې د ناکامۍ نه مخې بل اړخ ته اړولو سره، دوی خپله ناکامي په نورو ور اچوي".

هغې بلوڅو ته په مخاطب کولو سره ويلي، "زما بلوڅ قامه، د دې مقدمو مقصد زمونږ ګډه مبارزه ګواښل يا په خطره کې اچول دي. خو زه د دې اقداماتو څخه نه ويريږم، زما قام زما په شا لکه د غر ولاړ دی، زه به یې مقدمه په عدالت کې کوم".

بلوڅ په اووم اکتوبر د کراچۍ په هوايي ميدان امریکې ته د تلو څخه راګرځول شوې وه. هغې دعوه کړې وه، چې ایف آی اې (د پاکستان مرکزي پلټنو اداره) هغه د کوم جایز او قانوني جواز بغیر د فلایټ یا الوتنې نه ښکته کړې او پاسپورټ یې ترې اخستی وو. د اېف آی اې چارواکو په دغې اړه څه نه وو ويلي.

ماه رنګ ويلي وو، هغه نيويارک کې د ټايم ميګزين غونډه کې ګډون له تله.

ټایم میګرین ( ټایم مجلې) ماه رنګ بلوڅ "په سوله ييزه توګه د بلوڅانو د حقونو د دفاع" کولو په خاطر د ټايم مجلې د '2024 ټایم 100 نیکسټ ' په نوملړ کې شامله کړې ده.

په دغه نوملړ کې هغه 100 کسان شامل دي چې په لنډه موده کې یې د خپل کار د لارې عام خلک اغېزمن کړي دي. په دې کسانو کې هنرمندان، لوبغاړي، سیاستوال او وکیلان شامل دي.

ماه رنګ بلوڅ د بلوڅانو د جبري بې درکه کولو او غیر عدالتي وژنو په ضد اسلام آباد ته د بلوچ یکهجتۍ کمیټۍ د احتجاجي مارچ او ناستې مشري کړې وه.

بلوڅ د جولایۍ په وروستیو کې د بلوچستان په ساحلي ګوادر ښار کې د (بلوڅ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډه) اعلان کړې او دغه غونډه بيا په پرلت بدله شوې چې تر څو ورځو روانه وه.

ماه رنګ بلوڅ 16 کلنه وه چې پلار یې عبدالغفار لونګو ورک شو او وروسته یې تشدد شوی جسد موندل شوی وو.