اسلام اباد کې د شنګايي همکارۍ تنظيم غونډې په وخت پاکستان تحریک انصاف احتجاج اعلان کړی

د پاکستان حکومتي وزيران وايي، د اکتوبر په 15مه د شنګایی همکارۍ تنظيم د کوربه توب دپاره تياریانې یې پوره کړي، خو بل مخالفه ګوند تحریک انصاف هم په دغه ورځ د اسلام اباد په ډي چوک یو ځل بیا د احتجاج اعلان کړی دی.

څیړونکي وايي تحریک انصاف که څه هم خپلې غوښتې په حکومت منل غواړي خو د دې سره به د پاکستان یو منفې عکس نړۍ ته وړاندې کيږي.

د شنګايي همکارۍ تنظيم (SCO) د غړو هېوادونو مشران به راتلونکې اوونۍ په پايتحت اسلام اباد کې د حکومتونو د مشرانو د شورا (CHG) د 23مې غونډې لپاره رایو ځا کیږې، چې مقصد يې د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د پرمختګ او د ټولنيزو اړيکو پياوړتيا ده.

په پاکستان کې سرمشریزه غونډه وروسته له هغې د امنیتي اندېښنو سره مخ شوه کله چې په کراچۍ کې په یو برید کې دوه چینایي وګړي ووژل شول، هم په داسې حال کې پاکستان تحرک انصاف ګوند د غونډې په لومړۍ ورځ د اکتوبر په 15مه په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی.

څيړونکی خبريال اسدعلي طور وايي، "دا صحيح خبره ده چې د شنګایي همکاریو د غونډې په مهال د احتجاج بلنه ورکړل شوې ده خو چې سیاسي ګوندونه هر کله دا ګوري چې د دوی د احتجاج اغېز څه وخت زیات کېدی شې. او دوی حکومت د خبرو اترو لپاره مجبوره کړی شي، نو تحریک انصاف به هم غواړي چې د هغه ايینې بدلون مخه ونیسې چې حکومت يې کول غواړي".

د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ خبرداری ورکړی، چې په اسلام اباد کې د شنګايي همکارۍ تنظيم په کانفرنس کې به هیڅ ډول خنډونه ونه زغمل شي او ډاډ یې ورکړی چې دا غونډه به له پلان سره سم پرمخ ځي او د پاکستان نړیوال موقف به لوړ کړي.

شنګايي همکارۍ غونډه کې د چین د وزیراعظم او هندوستان د بهرنیو چارو وزیر په شمول د ګډون کونکو 12 هیوادونو شاوخوا 900 استازي ګډون کوي، چې د امنیت لپاره یې وفاقي حکومت له 10,000 څخه زیات پولیس او نیم پوځي امنيتي اهلکار ځای په ځای کړي او پطنډۍ اسلام اباد کې یې د اکتوبر د 14م نه تر 16م نېټې پورې د درېو ورځو رخصت اعلان کړی دی.

په اسلام اباد کې مېشت جرنلسټ شيراز احمد شيرازي وايي، "د دغه رنګه حالاتو څخه به د پاکستان منفی عکس نړۍ ته ښکاره کیږې، د هغې وجه دا ده د نړیوالو هیوادونو خلک راروان دي او په پاکستان کې احتجاج کیږې دا ذمه واري د حکومت ده چې هغوی د پاکستان تحریک انصاف سره مذاکرات کړی وی، او د هغوی چې کوم مسايل دي هغه یې حل کړی وی".

تحریک انصاف د روان اکتوبر د میاشتې په څلورمه نېټه هم په اسلام اباد ډې چوک کې احتجاجې مظاهره کړې وه، چې پکې د 800 څخه زیات د پی ټي آي فعالان نیول شوي وو.

حکومت د وړاندې څخه د دغه رنګه مظاهرو د مخنیوی لپاره پېنډۍ اسلام اباد کې144 ماده لګولې او د اکتوبر له پينځمې نېټې څخه تر 17مې نېټې پورې د امنيتي تدابيرو د ټينګولو په مقصد پوځي ځواکونه هم ځاى پرځاى کړي دي.