چین اؤ پاکستان ویلي،د ترهګرۍ په ضد به ګډه مبارزه کوي،په افغان طالبانو یې د وسلوالو ډلو د ختمولو غږ کړی

PAKISTAN-CHINA-UNREST

د پاکستان اؤ چین د مشرانو تر منځ له لېدنو وروسته دواړو هیوادونو پخپله یوه ګډه اعلامیه کې د اړیکو د لا پياوړتیا اؤ د هر رقم ترهګرۍ په ضد د ګډې مبارزې هوډ کړی دی.

دواړو هیوادونو نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ورګډولو لپاره د تعمیري کردار په ادا کولو اتفاق کړی اؤ افغانستان کې د طالبانو په حکومت یې ټینګار کړی چې دافغانستان څخه باید د ټولو ترهګرو ډلو د ختمولو لپاره ګامونه واخلي.

د سه شنبې یا نهې په ورځ د پاکستان اؤ چین له لوري جاري کړل شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان ته د خپل سفر په مهال د چین وزیراعظم د خپل پاکستاني سیال، صدر،د سینیټ د چیرمین ، د قامي اسمبلۍ د اسپیکر اؤ د پوځي مشرانو سره لیدني کړي .

د اعلامیې له مخې په دې لیدنو کې دواړو خواؤ د پاکستان اؤ چین د اسټرټیجک کواپریټیو د شراکت دارۍ په لا مضبوطولو،عملي همکارۍ ته په ودې ورکولو اؤ د باهمي مفاداتو د چارو په پراخولو اتفاق کړی دی.

اعلامیه وایي، دواړو خواؤ د ترهګرۍ د ترهګرۍ د ټولو شکلونو په وړاندې په ګډه مبارزې کولو ته خپل هوډ تکرار کړی اؤ پاکستان ژمنه کړې ده چې د داسو هاییډرو پاور پراجیکټ په چینایي مامورینو د شوي ترهګریز برید بشپړه پلټنې به کوي اؤ په دغه پېښه کې ککړ ټول مجرمان به د انصاف محکمې ته ورکش کوي.

اعلامیه وایي چین پاکستان کې د هدفي امنیتي ګامونو د اخستو په سمدستي ضرورت ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو خواؤ د پوځي په پوځي سفرونو اؤ تبادلو،په ګډو روزنو اؤ تمرینونو اؤ د پوځي ټیکنالوجۍ په څانګو کې د مرستو په غځولو اتفاق کړی.

همدا شان اعلامیه کې ویل شوي چې چین اؤ پاکستان په جنوبي ایشیا کې د هواري غوښتونکو ټولو شخړو د حل په ضرورت ټینګار کړی اؤ د هر رقم یو اړخیزه کارروایي سره یې مخالفت ښودلی دی.

په ګډ بیان کې ویل شوي د چین اؤ پاکستان اړیکو ته د چین په خارجه چارو کې اولیت ترلاسه دی.

بیان وایي د دواړو هیوادونو د حکومتونو، قانون سازه ادارو اؤ سیاسي ګوندونو تر منځ د خیالاتو په تبادله اؤ د مرستو په پیاوړتیا هم اتفاق کړی دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د امن، سلامتۍ، خوشحالۍ اؤ ترقۍ د یو روښانه سباوؤن لپاره د ټولې نړۍ د هیوادونو سره په ګډه کار کولو ته هوډمن دی اؤ د پاکستان چین په دوستۍ کې د خنډانو راولاړولو یا ددې تعلقانو د کمزوري کولو هڅې به د ناکامۍ سره مخ کیږي.

پاکستان ویلي دي چې تایوان د چین برخه ده ده پاکستان د قامي اتحاد په حصول کې د چین د هڅو کوټلی ملاتړ کوي ،

اعلامیه کې راغلي چې پاکستان به د تایوان،سنګیانګ،زیزانګ هانګ کانګ اؤ د بحیره جنوبي چین په اړه ټولو ستونزو کې د چین ملاتړ کوي.

د اعلامیې له مخې چین د قامي خودمختارۍ، ازادۍ اؤ سیمه ییز امنیت په دفاع کې د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي اؤ دواړو خواؤ د ترقۍ د راهدارۍ،ګرین کوریډور اؤ سي پیک د پروژې بشپړ ملاتړ څرګند کړی اؤ ایم ایل ۱ په تازه کولو یا اپ ګریډیشن اؤ د کراچۍ،حیدر اباد د برخې په مرحله وار ډول جوړولو یې اتفاق کړی دی.

ګډه اعلامیه وایي چې دواړو هیوادو نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ورګډولو لپاره د تعمیري کردار په ادا کولو اتفاق کړی اؤ افغانستان کې د طالبانو په حکومت یې ټینګار کړی چې دافغانستان څخه باید د ټولو ترهګرو ډلو د ختمولو لپاره ګامونه واخلي.

د طالبانو حکومت لا دې اعلامیې ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې طالب چارواکو په بار،بار ویلي چې افغانستان کې هیڅ وسله والې ډلې نشته اؤ دوي چاته اجازه نه ورکوي چې ځمکه یې د نورو هیوادونو په ضد وکارول شي،

اعلامیه کې غزې کې په رامنځته شوي انساني صورتحال هم سختې اندېښنې ښودل شوي دي،

چین اؤ پاکستان په دې اعلامیه کې د فلسطیني ولس د خپلواکۍ ملاتړ ښودلی اؤ په لبنان یې د اسرایل لخوا په شوؤ وروستیو بریدونو ژورې اندېښنې ښودلې دي.