د شنګهاي د همکارۍ سازمان سرمشریزه غونډه په اسلام اباد کې پېل شوې ده

د شانګهاي د همکارۍ سازمان (SCO) 23مه سر مشریزه غونډه نن د شورو په ورځ د سهار په 10 بجو اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب پیل شوې.

په دې سر مشریزه غونډه کې د7 هېوادونو وزیراعظمان برخه لري اؤ د ایران مرستیال ولسمشر او د منګولیا وزیراعظم پکې د څارونکو په توګه ګډون کوي.

د شانګهاي د همکارۍ سازمان په غونډه کې به د اقتصاد، سوداګرۍ، چاپېريال او ټولنيزو کلتوري اړيکو په برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې وشي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم په غونډه کې د ګډون لپاره د نهې په ورځ اسلام اباد ته رسېدلی دی.

نوموړي پاکستان ته له رسېدو مخکې څرګنده کړې چې د خپل سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې نه کوي.

غوندې ته د وزیراعظم شهباز شریف له پرانستونکې وینا وروسته به د بهرنیو هیتونو مشران خپلې ویناوې کوي.

د بهرنیو مشرانو له وینا ګانو وروسته به په دستاویزاتو لاسلیکونه کولی شي اؤ د غونډې د پاي وینا به هم د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف کوي.

څیړونکې هیلې څرګندوي چې دغه غونډه کې د سیمه ییزه اقتصادي اړیکو په اړه کیدونکې ممکنه لوطنامې به د پاکستان لپاره ډیرې ګټورې وي خو پاکستان ته به خپل هیواد کې امنیت ټینګ ساتل باورې کول وي.

د پاکستان په کوربه توب به د شانګهاي همکارۍ سازمان (SCO) په دې دوه ورځنې غونډه کې د چین، روس ، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان اؤ ازبکستان د وزیراعظمانو په شمول د ایران مرستیال صدر، د هند د بهرنیو چارو وزیر ګډون کوي.

په اسلام اباد کې د اسلامي پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر ډاکټر معراج الحق وي او اې ډیوه ته وایي د شنګهاي د همکاریو په سازمان کې چې کوم ملکونه دي، په هغې کې ډیر د اسیان غړي دي نو که دوي په خپل منیځ کې تجارتي، کاروباري او معاشي اړیکې مخ په وړاندې بوځي نو د سیمې ټولو هیوادونه د یو بل څخه ګټه ترلاسه کولی شي.

په اسلام اباد کې دا مهمه غونډه په داسې حال کې کیږي چې د اکتوبر په شپږمه نېټه کراچۍ کې په یو ترهګریز برید کې د دوو چينايي انجنيرانو له وژل کېدو او د اکتوبر په يوولسمه نېټه بلوچستان کې د ۲۱ کان کېندونکو له وژل کېدو وروسته د جنوبي اسيا په هېوادونو کې د ګواښ کچه لوړه شوې ده.

خبریال عرفان خان ډیوه سره خبرو کې وایي،په پاکستان کې د شنګهاي د همکارۍ سازمان غونډه ځرګندوي چې دغه هیوادونه په پاکستان کې پر سرمایه کاري باورې دي، او یقیناً د پاکستان حکومت به دوي ته داسې ډاډګیرنې ورکړې وي، چې د دوې باور به یې ترلاسه کړی وي.

هغه وایي ،که چرې دغه هیوادونه دلته سرمایه کاري کوي نو دوي ته به اسانتیاوې او تحفط ورکول کیږي.


څیړونکې وایي په دغه غونډه کې کیدونکې ممکنه لوظنامې، په داسې حال کې د پاکستان او غړو هیوادونو تر منیځ د اقتصادې رابطو لاره پراخولی شی چې پاکستان دا وخت د سختو اقتصادې چیلنجونو سره مخ دی او اقتصادي پر مختګ لپاره سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو سره مایه کارۍ ته اړتیا لري.