پاکستان کې د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، د عدالتي اصلاحاتو دپاره د اییني ترمیمونو په مسوده د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند سره اتفاق شوی، او د تحریک انصاف رای به هم ترلاسه کولی شي.
تېره شپه په لاهور جاتي امرا کې د نواز شریف، صدر اصف علي زرداري، د پيپلز ګوند چيرمېن بلاول بټو زرداري، وزيراعظم شهباز شريف، مولانا فضل الرحمان او ځینې حکومتي وزیرانو ليدلي دي.
د غونډې وروسته مولانا فضل الرحمان مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، درې سره سیاسي ګوندونو د عدلیې د اصلاحاتو په اړه بحث وکړو او اتفاق یې راغلو.
ههغه وويل، څنګه چې دوی سره ګوندونو اتفاق وکړو، نن د پنجشنبې، زیارت په ورځ به د تحريک انصاف ګوند سره هم مشوره کوي او د هغوی اتفاق رای به ترلاسه کولی شي.
مولانا زياته کړې، په ايين کې داسې بدلون وشي چې د ادارو د اصلاحاتو سبب وګرځي او ايين سرلوړی کړي، ادارې دې په خپلو حدودو کې پاتې شي او په رياست کې دې لاسوهنه ونه کړي.
د پيپلز ګوند چيرمېن بلاول بټو زرداري وويل، جمعيت علمااسلام ګوند چې په اییني بدلون د پيپلز ګوند سره اتفاق ته رسېدلی هغه اتفاق درې سره ګوندونو وکړو.
هغه ويلي، درې سره ګوندونه عدالتي اصلاحات غواړي، د بدلون د لار به اېوان سرلوړی وي، او زياته کړې یې ده، د اصلاحاتو وروسته به ټول وويني چې ايين ماتول څه وي او د ايين ساتنه څنګه کيږي.
د مسلم ليګ ن ګوند اسحاق ډار ويلي، اصلاحات او اييني بدلون د کوم سياسي ګوند شخصي شخصي مقصد نه دی، په دې اصلاحاتو نوازشریف او بېنظير بټو لاسليک کړی وو.
ويل شوي، د پاکستان صدر اصف علي زرداري نن په 17م اکتوبر د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غونډې رابللي او 26م اييني بدلون به د منظورېدو دپاره وړاندې کولی شي.
د رپورټونو ترمخه، وزيراعظم شهباز شریف هم نن د کابينې غونډه په پارليمنټ هاوس کې رابللې او 26م اييني بدلون منظوري به ورکولی شي.
بل لور ته د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف سياسي کمېټۍ سبا په 18م اکتوبر ايين کې د بدلون دپاره د حکومتي منصوبې په وړاندې د کلک مزاحمت پرېکړه کړې ده.
پي ټي آی ويلي، په ايين کې بدلون او باني چيرمېن عمران خان سره بدترينه سلوک کېدو ضد به د جمعې په ورځ په ملکي کچه کلک احتجاج کولی شي.