منظور پښتين: د پښتون قامي جرګې په اړه د شکونو جوړولو دپاره د دروغو پروپېګنډې کيږي

PAKISTAN-UNREST-PUSHTUN

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين وايي، خېبر کې ترسره شوې "جرګې په حواله ځينې شکوک و شبهات وړاندې کيږي، د خلکو په ذهنونو کې وسوسې اچول کيږي، چې دا جرګه به د پښتنو په خاوره د خانه جنګۍ سبب ګرځي، خو د دې جرګې عملي کولوبه دپاره ټول قام تيار وي، ټول ملک به یې د عمل دپاره يو ځای ولاړ وي".

پښتين په پښتنو غږ کړی، "د اتوار، يکشنبې په ورځ دې ټول پښتانه د پښتون جرګې په ملاتړ راووځي، ټول پښتانه دې په خپلو خپلو ضلعو کې د پښتون جرګې په ملاتړ ولسي پاڅون وکړي، دا به د جرګې د عملي کېدو لومړی قدم دی او د امن پاڅون وي".

نوموړي تېره شپه په خپله فېس بک پاڼه خپره کړې ويډيو کې ويلي، "د جرګې په حواله هیڅ دا شکوک، چې دا به د خانه جنګۍ باعث جوړيږي، هیڅ جنګ پکې نشته او پښتانه په خپله خاوره د يو بل وينه نه تويوي، البته د خپل وطن د امن او ښه ژوند دپاره به حرکت وي. دا د پښتنو د مخالفينو پروپېګنډا لخوا پروپېګنډا کيږي".

منظور پښتين وويل، "داسې يو تاثر خور وو چې پښتانه کله هم نه شي راټولېدلی، او که دوی راټولیږي دومره خپلمنځي اختلافات لري، چې يو بل به وهي ټکوي خو دغه تاثر او دغه نفيسانو ته ماتې ورکړل شوه، او پښتانه د خېبر په تاريخي خاوره رايوځای شو او دا د جرګې تر ټولو لويه کاميابي وه".

SEE ALSO:

د پښتون قامي جرګې په دويمه ورځ د ضلعو په کچه مشورې او بحثونه روان دي

هغه زياته کړه، "ټول سياسي ګوندونه رايو ځای شوي، يو بل یې اورېدلي، د سټېج نه یې د يو بل ضد خبرې نه دي کړي يواځې د امن خبره یې کړې ده، پښتانه يو دي، پښتانه بې اتفاقي نه غواړي خو داسې يو ماحول جوړ کړل شوی او هغه خلک چې د پښتنو په اتفاق کې خپل تاوان ويني هغه زورور دي او غواړي چې پښتانه بې اتفاقه وي".

نوموړي وويل، "د جرګې 80 کميټي جوړه کړل شوې، د قام سره به د پرېکړو تفصيل شريکوي او عملي کوي به یې".

پي ټي اېم په 11م، 12م او 13م اکتوبر خېبر کې د پښتنو قامي جرګه رابللې او د جرګې په ختمېدو بیا يوه شريکه اعلاميه اعلان شوې وه.

SEE ALSO:

جرګې ته د منظور پښتين وړاندیز: د پښتونخوا نه دې پوځ او طالبان ووځي

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د پښتون قامي جرګې غوښتنې اییني ګرځولي او په پرامنه توګه د پښتون قامي جرګې سرته په رسیدو د خوشالۍ څرګندونه کړې وه.

د پاکستان مرکزي حکومت تر اوسه د پي ټي اېم په غږ جوړې شوې د پښتون قامي جرګې ځينو لویو غوښتنو، لکه د پښتنو د سیمو نه د پوځ او وسله والو ډلو د وتلو، په ډیورنډ کرښه د پخوا په شان بغېر پاسپورټ ویزې تګ راتګ او د پښتنو لپاره د بجلۍ د کمې بیعې ټاکلو، ته ځواب ویلی نه دی.

خو په پښتونخوا صوبه کې د مرکز په نمایندګۍ ناست ګورنر فېصل کریم کنډي جرګې ته باور ورکړی چې غوښتنې به یې اسلام اباد ته رسوي.