کابل: طالبانو د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د داعش د موجودګۍ دعوه تکرار کړې

AFGHANISTAN-UNREST-TALIBAN

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د داعش ډله د "فتنه ګرو وحشي ګروپ" په نوم ياده کړې او ويلي يې دي، د "مينځه یې وړې" ده. د طالبانو وياند بيا دعوه کړې، د دغه ګروپ د پاکستان بلوچستان صوبه کې "د داعش له مرکزونو څخه مستقيما رهبري کېده".

افغانستان کې واکمنو طالبانو د ستمبر په مياشت کې هم دغه ډول دعوه کړې، خو د پاکستان د بلوچستان صوبې حکومت دغه دعوه رد کړې وه.

پاکستان له دې وړاندې په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د داعش د وسله والو د وژلو او نيولو دعوې کړي او داعش په دغه صوبه کې د ځينو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

طالبانو بلوچستانه صوبه کې د داعش د مرکزونو خبره په داسې وخت کې کړې چې پاکستان دعوه کوي، د کله نه چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، پاکستان کې بدامني او ترهګري سېوا شوې او د تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کوي.

طالبان هم دغه تورونه ردوي، او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په اېکس پوسټ کې دعوه کړې، پرون په 20م اکتوبر په غور ولايت کې د فتنه ګرو يو وحشي ګروپ له مينځه وړل شوی دی.

هغه دعوه کړې، دغه ګروپ د غور په مرکز کې په اهل تشيع هيوادوالو بريد کړی او تر شلو پورې کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

مجاهد زياته کړې، دغو کسانو د غور سره کابل او باميانو کې په بريدونو کې لاس درلود.

هغه ويلي، د دوی پرضد طالبانو په عملياتو کې د دغه ډلې يو شمېر کسان نيول شوي، يو مشر یې او بل مهم کس یې وژل شوي، او نيول شوو یې د خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

د طالبانو وياند بيا دعوه کړې، "د دغه ګروپ بلوچستان کې د داعش له مرکزونو رهبري کېده، د بلوچستان څخه یې د بريدونو دپاره لارښوونه کېده"، او زياته کړې یې ده، "د دوی ځينې ملګري چې بلوچستان ته تښتېدل"، نيول شوي دي.

خو ذبیح الله مجاهد د دغو کسانو کره شمېره او پېژندګلو نه ده ښکاره کړې، چې دوی څوک او د کوم ځای دي.