د پاکستان صدر 26م اييني بدلون دستخط کړی

د پاکستان صدر اصف علي زرداري په 26م اييني بدلون دستخط، لاسليک کړی دی. پاکستان کې 26م اييني بدلون پرون اول د برني اېوان سېنېټ او بيا د شپې ناوخته د قامي اسمبلۍ نه منظور کړل شوی وو.

د پاکستان سرکاري ټي وي خبر ورکړی، د ملک د صدر د دستخط وروسته د اييني بدلون ګزټ اعلاميه جاري کړل شوې ده.

ويل شوي، د ګزټ اعلاميې د لارې 26م اييني بدلون نافذ کړل شوی، د اييني بدلون ترمخه، د نوي چيف جسټس تقرري يا ټاکنه به پارلیماني کميټي کوي.

سرکاري خبر کې ويل شوي، د مرکزي حکومت لخوا د چیف جسټس تعيناتۍ دپاره د پارلیماني کمېټۍ جوړولو فيصله شوې ده.

د قامي اسمبلۍ د سپيکر اياز صادق په مشرۍ د قامي اسمبلۍ غونډه د 20م او او 21م اکتوبر په مينځنۍ شپه کې پيل شوې، او د قانون وزير، اعظم نزير تارړ د اييني بدلون تحریک وړاندې کړی، په حق کې یې 225 غړو رای یې ورکړې او 12 غړو یې مخالفت کړی وو.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړو د غونډې نه واک اوټ کړی وو.

له دغې وړاندې پرون په سېنېټ کې د اييني بدلون منظوري ورکړل شوې وه.

هم د اتوار، يکشنبې په ورځ د پاکستان د مرکزي کابینې په غونډه کې وزیراعظم شهباز شریف په ایین کې د 26م ترمیم د مسودې منظوري ورکړې وه.

اییني ترمیم کې څه دي؟

د 26 نکتو د اییني بدلون د دې مسودې له مخې د سپریم کورټ د چیف جسټس ټاکنه به د درېو کلونو لپاره وي او دا ټاکنه به د سینیارټي پر ځای د درې کسیزه پېنل څخه د پارلیمان 12 کسیزه کمیټي کوي.

د مسودې له مخې سپریم کورټ کې به اییني بینچ ټاکل کیږي او د دې اییني بینچ د ججانو ټاکنه به قضایي کمیشن کوي خو په اییني بینچ کې به د ټولو صوبو نه برابر ججان اخستل کیږي.

په تجویز کړل شوي ترمیم کې ویل شوي چې چیف الیکشن کمشنر به د خپل ملازمت د مودې سرته له رسولو تر هغې خپلې دندې ته دوام ورکولی شي تر څو چې نوی چیف الیکشن کمشنر نه وي ټاکل شوی.

د اییني بدلون په مسوده کې په ارټیکل 184 د تجویز کړل شوي بدلون له مخې چیف جسټس څخه به له خپله انده د نوټس اخستو واک ختمولی شي خو په ارټیکل 179 کې د ترمیم په اساس به چیف جسټس د پيټیشن په اړوند نوټس جاري کولی شي.

سپریم کورټ کې د اییني بینچ وړاندیز

په اییني ترمیمي مسوده کې د ایین دارټیکل 199 له مخې سپریم کورټ کې د اییني بینچ د جوړولو وړاندیز شوی، د اییني بینچ د ججانو ټاکنه به د پاکستان قضایي کمیشن کوي اؤ په دې بینچ کې به له ټولو صوبو یو برابر ججان اخستی شي.

ایین کې له ترمیم وروسته به اییني مقدمې اییني بینچ ته منتقل شي او ټولې اییني مقدمې به دغه بینچ اوري.

د ایین په ارټیکل 209 کې د تجویز شوي ترمیم له مخې عدلیه به واک نه لري چې د یوې غوښتنې نه زیاته د کومې اییني معاملې تشریح وکړي یا په دغه اړه حکم صادر کړي.