پاکستان: د نوي چيف جسټس ټاکنې دپاره د پارليماني کمېټۍ غونډه بلل شوې

د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق د نوي چيف جسټس د ټاکنې دپاره ځانګړې پارليماني کميټي جوړه کړې ده. ويل شوي کمېټۍ نن د نهې، سه شنبې په ورځ مازيګر څلور بجې غونډه رابللې ده.

پرون د قامي اسمبلۍ سيکرټري پارلیماني ګوندونو ته خطونه لېږلي چې کمېټۍ دپاره خپل غړي وټاکي.

د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه، د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق د سېنېټ چيرمېن يوسف رضا ګېلاني ته هم د نومونو ورکولو ويلي وو.

پاکستان کې د تازه منظور کړل شوي 26م اييني بدلون د لارې د چيف جسټس د ټاکنې دپاره 12 کسيزه پارلیماني کميټي جوړولی شي، په کمېټۍ کې به اته غړي د قامي اسمبلۍ او څلور سېنېټران او پارلیماني ګوندونو استازيتوب وي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د چيف جسټس ټاکنې دپاره ځانګړې کمېټۍ کې د حکومتي واکمنه ګوند مسلم لیګ ن څلور پارلیماني غړي، د پيپلز ګوند درې، پاکستان تحريک انصاف ګوند دوه، سني اتحاد کونسل، اېم کيو اېم پاکستان او جمعيت علما اسلام ګوند يو يو غړی شامل دي.

د تازه منظور کړل شوي اييني بدلون نه وړاندې به د سپريم کورټ چيف جسټس په سینيارټۍ ټاکل کېدو، خو د 26م اييني بدلون او قانون جوړېدو وروسته د چيف جسټس ټاکنه به ياده کمېټي کوي.

ويل شوي د قانون وزارت به دې کمېټۍ ته د درېو سينير ججانو نومونه ليږي، او کميټي به بيا د درېو دوه په اکثريت سره د يو جج نوم د چيف جسټس دپاره ورکوي.

ويل شي کميټي به د چيف جسټس د څوکۍ دپاره يو نوم وزيراعظم ته ليږي او وزيراعظم به یې بيا د منظورۍ دپاره صدر ته ليږي.

دا وخت د پاکستان په سپريم کورټ کې جسټس منصور علي شاه، جسټس منيب اختر او جسټس يحيا اپريدی سينير ججان دي.

پاکستان کې دا اييني بدلون په داسې وخت کې شوی چې د موجوده چیف جسټس قاضي فايز عيسا د نوکرۍ موده په 25م اکتوبر سر ته رسي، او د نوي قانون ترمخه د چيف جسټس د مودې پوره کېدو نه درې ورځې وړاندې به کميټي جوړول وو.