د عمران خان مېرمن بشرا بي بي خوشې کړل شوه

Pakistan Politics

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي چې د توشه خانې په قضيه کې بندي وه، نزدې نهه مياشتې وروسته د بند څخه خوشې کړل شوې ده.

د اسلام اباد هایکورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب پرون په 23م اکتوبر د توشه خانې دويمې قضيه کې د بشرا بي بي د خوشي کولو حکم کړی وو.

SEE ALSO: د توشه خانې دويم قضيه کې د بشرا بي بي ضمانت منظور، د خوشي کولو حکم یې شوی

نوموړي جج ويلي وو، که بشرا بي بي په بله مقدمه کې مطلوب نه وي، هغه دې خوشې کړل شي.

د جولای په میاشت کې بشرا بي بي د عدت په وخت نکاح قضيه کې هم بري کړل شوې وه.

د عدت کېس کې عمران خان او بشرا بي بي بري کړل شو

د عدت کېس کې عمران خان او بشرا بي بي بري کړل شو

د رپورټونو ترمخه، اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې دويمه قضيه کې د احتساب عدالت لخوا د اورل شوې سزا پرضد د پخواني وزيراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بی بي خواستونه هم د اورېدنې دپاره مقرر کړي دي.

ويل شوي، د اسلام اباد هايکورټ جسټس عامر فاروق او جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب به په 29م اکتوبر په خواستونو اورېدنه کوي.